تازه خبرونه
زلزله ځپلو سیمو ته د ښځینه ډاکټرانو لېږلو خوښ کړم – زلمی خلیلزاد
نوموړي زیاته کړې؛ مونږ ټول پوهېږو، چې که پخوا د پوهنتونونو دروازې د ښځینه طبي زدهکړیالانو پر مخ تړلې وای اوس به د ښځینه ډاکټرانو کمښت پوره احساس کېده.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ایکس پاڼه کې لیکلي: دا یو ښه خبر دی، چې (اسلامي امارت) د کونړ ولایت زلزله ځپلو سیمو ته ښځینه ډاکټرانې لېږل شوې دي.
نوموړي زیاته کړې؛ مونږ ټول پوهېږو، چې که پخوا د پوهنتونونو دروازې د ښځینه طبي زدهکړیالانو پر مخ تړلې وای اوس به د ښځینه ډاکټرانو کمښت پوره احساس کېده.
نوموړی وایي؛ اوس مناسب او د ستاینې وړ وخت دی، چې د افغانستان مشر دا پالیسي بدله کړي او د نجونو او ښځو لپاره د لېسو او پوهنتونونو دروازې بېرته پرانیزي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تر دې دمه د سلګونو مړو جسدونه د کورونو له کنډوالو را ایستل شوي؛ د دغې مرګونې زلزلې له کبله د مړو ټول شمېر ۲۲۰۵ او د ټپیانو هغه ۳۶۴۰ ته رسېدلی، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
