تازه خبرونه
زلزله ځپلې کورنۍ به په راتلونکي ژمي کې له سخت حالت سره مخ شي – ملګري ملتونه
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا له زلزله ځپلو سیمو څخه د لیدنې پرمهال د مرستو په رسولو کې د ښځو پر حیاتي رول ټینګار کړی او وایي، چې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۱۳۹ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) او د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام د افغانستان په ختیځ کې د زرګونو زلزله ځپلو کورنیو لپاره د سخت وضعیت په اړه خبرداری ورکړی او څرګندوي، چې له بېړنۍ نړیوالې مرستې پرته دا کورنۍ به په راتلونکي ژمي کې له سخت حالت سره مخ شي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا له زلزله ځپلو سیمو څخه د لیدنې پرمهال د مرستو په رسولو کې د ښځو پر حیاتي رول ټینګار کړی او وایي، چې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۱۳۹ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.
د یوناما د رسنیزې خبرپاڼې؛ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د اغېزمنو سیمو له لیدنې وروسته د سیمې د خلکو له زړورتیا ستاینه کړې او د مرستو په رسولو کې یې د ښځو پر اړتیا ټینګار څرګند کړ.
د یوناما د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: « د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د افغانستان په ختیځ کې د وروستیو زلزلو له کبله د اغېزمنو خلکو له زړورتیا ستاینه وکړه، د بشري مرستو په رسولو کې یې د ښځو پر هڅو ټینګار وکړ او له مرستندویانو وغوښتل شول، چې د ژمي له رارسېدو سره په دې سیمو کې له اغېزمنو خلکو ملاتړ وکړي. ملګرو ملتونو د اغېزمنو سیمو د خلکو د ملاتړ لپاره د ۱۳۹ میلیون ډالرو غوښتنه کړې، چې پرته له دې به د اغېزمنو خلکو ژوند په راتلونکي ژمي کې له ګواښ سره مخ شي.”
دغه راز له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي ادارې ویاند محمد یوسف حماد ويلي، چې اغېزمنو خلکو ته د نغدي مرستو وېشلو او د ویجاړو شویو کورونو سروې کولو بهیر اوس هم روان دی او روغتیایي ډلې هم په سیمه کې شتون لري.
د هېواد په ختیځ کې له زلزلې زیانمن ویلي؛ وروستۍ زلزلې پراخ مالي او ځاني زیانونه اړولي او اغېزمن کسان همکارۍ او ملاتړ ته اړتیا لري.
ویل کیږي، چې د کونړ زلزلې له ۲۲۰۰ څخه ډېر کسان مړه کړل، له ۳۰۰۰ څخه ډېر ټپیان شول او له ۵۰۰۰ څخه ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.