نړۍ
ستړي طالبان د کويټې په خروټ اباد کې دمه کوي- اکسپريس ټريبيون ورځپاڼه
د پاکستان چاپ اکسپريس ټريبيون ورځپاڼې د دوشنبې د ورځې(د تلې ۲۵) په گڼه کې د طالبانو د جلب و جذب اوسېدو، درملنې او افغانستان ته پرموټر سايکلونو د لېږنې په اړه يو مفصل راپور چاپ کړی.
په دې راپور کې ويل شوي، چې :
د کوټې د خروټ آباد سيمه د طالبانو د تمځای حثيت پيدا کړی، خو د دې سيمې اوسېدونکي يې اندېښمن کړي، چې هسې نه امريکايي پوځيان پر دوى بمبارد وکړي.
راپور څرگندوي، چې :
طالب جنگيالي له څلور مياشتو وروسته خروټ آباد ته ځي او په دې سيمه کې په کرايه کړيو کورونو کې اړوي.
ورځپاڼه زياتوي:
په افغانستان کې د ټپي طالبانو درملنه په پېنځه خصوصي طبي مرکزونو کې کېږي، چې زیاتره يې د کويټې ښار د هوايي ډگر(ايرپورټ روډ) په واټ کې دي.
د دغو روغتونونو مسوولانو اکسپريس تريبيون ورځپاڼې ته ويلي، چې:
يوه مشهوره نړېواله اين جي او (NGO) د دوى لگښت ورکوي.
په خروټ آباد کې ديني مدرسې هغو طالبانو ته د اوسېدو وړيا ځای ورکوي، چې افغانستان ته د جگړې لپاره ځي او يا له جگړې بېرته دې سيمې ته د دمې لپاره راځي.
اکسپريس تريبيون ورځپاڼه دا سيمه د طالبانو خوندي دمه ځای بولي او وايي:
د خروټ آباد مدرسې جگړې ته د طالبانو د جذب او روزنې مهم مرکزونه دي او هره مدرسه د مياشتې له شپږ څخه تر اته جنگيالي د افغانستان د جگړې لپاره چمتو کوي.
نويو گومارل شويو جنگياليو ته نوي موټرسايکلونه ورکول کېږي، چې د جگړې لپاره پرې افغانستان ته لاړ شي.
دوي ته د خوندي او پټو لارو نقشه ورکول کېږي.
دا جنگيالي د کوچلاغ له لارې قمرالدين کارېز ته رسول کېږي، چې د افغانستان د پکتيکا ولايت په پوله کې دي.
اکسپريس ټريبيون زياتوي:
دوى ته ويل کېږي، چې ډلې ډلې لاړ نه شي، پر هر موټرسايکل يوازې دوه – دوه تنه وخوځي.
هرطالب ته د موټرسايکل د تېلو لپاره پرمصرف سربېره پېنځه زره کلدارې جېب خرڅ هم ورکول کېږي.