تازه خبرونه
سراج الدین حقاني جوزجان ولایت ته د سفر پر مهال له دشت لیلی لیدنه وکړه
د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د جوزجان ولایت له دشت لیلي څخه، چې پر ۲۰۰۱ ز. کال په کې د اسلامي امارت ګڼشمیر بندیان وژل شوي و؛ لیدنه وکړه.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې حقاني دغه ځای ته له ننوتلو وروسته د ماسپښین لمونځ
ادا کړ، د قرآن کریم تلاوت یې وکړ او د وژل شویو کسانو روح ته یې دعا وکړه.
سراج الدین حقاني د دشت لیلی د پېښې قربانیان د اسلام “ګمنامه سرتېري” وبلل او وایي، چې د ظلم له کبله یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
هغه زیاته کړې، چې د قربانیانو “پاکه وینې” د دوی د قاتلینو ژوند واخیست او دوی یې ذلیل کړل.
سراج الدین حقاني ویلي، چې الله پاک د دشت لیلي د پېښې له قاتلانو سره حساب کوي او تاریخ به دا جنګي جنایت هېر نهکړي.
په همدې حال کې د جوزجان ولایت سیمه ییزو چارواکو څرګنده کړی، چې د پېښې په ځای کې به یو دیوال، منار او جومات جوړ کړي، چې د قربانیانو د وینې تویېدنې عزت او حرمت وساتل شي.
د یادونې ده، چې سراج الدین حقاني په دې د سپارښتنې ترڅنګ مالي مرسته هم وکړه.