تازه خبرونه

سراج الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

د کورنیو چارو وزارت وایي، چې دا لیدنه په بېلابېلو هېوادونو کې د افغان کډوالو پر وضعیت ارزونه او ملاتړ راوڅرځېده.

Published

on

د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له استازې سره په لیدنه کې د افغان کډوالو پر ملاتړ او له افغانستان سره بشري او روغتیایي مرستو خبرې وکړې.

د کورنیو چارو وزارت وایي، چې دا لیدنه په بېلابېلو هېوادونو کې د افغان کډوالو پر وضعیت ارزونه او ملاتړ راوڅرځېده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ دواړو لورو د نشه‌يي توکو او انساني قاچاق د مخنیوي، کاري فرصتونو رامنځته کېدو، امنیت او پر نشه‌يي توکو د روږدو د درملنې او روزنې په برخه کې پر همکاریو هم بحث او خبرې کړې دي.

د سیاسي چارو شنونکو ویلي، چې دا لیدنه د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د ګډو همکاریو او ډیپلوماټیکو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې یو مهم ګام دی.

اروپايي هېوادونه د افغانستان ډېری موضوعات په کابل کې د خپلو استازولیو له لارې تعقیبوي او د یادې ټولنې فعالیت پر بشري مرستو متمرکز دی؛ خو د کابل غوښتنه تل دا ده، چې هېوادونه دې پر پرمختیایي پروژو تمرکز وکړي.

Trending

Exit mobile version