تازه خبرونه
سرتاج عزیز د ریکا په شپږمه غونډه کې د گډون لپاره کابل ته راغلی
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د پاکستان د لومړي وزیر او ملي امینت سلاکار سرتاج عزیز له افغانستان سره د اقتصادي او سیمه ییزو همکاریو ریکا په شپږمه غونډه کې د گډون لپاره نن کابل ته راغی.
ټاکل شوې، چې عزیز به د افغانستان له ولسمشر سره ځانگړې لیدنه کتنه وکړي.
دا سفر په داسي حال کې تر سره کیږي، چې په دې وروستیو کې د کابل او اسلام آباد ترمنځ لفظي شخړه راڅرگنده شوې او د افغانستان د ملي وحدت حکومت مشرانو د پاکستان پوځ او استخباراتي سازمان له طالبانو څخه د ملاتړ په ډوام او په کابل کې د ترهگریزو بریدونو په طرحه کولو تورن کړي دي. پاکستانيو مقاماتو بیا په وار وار دا ډول تورونه رد کړي دي.