لوبی
سرخپوشان خوافي طوفان هرات ته درې ګوله ورکړل
دا لوبه د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په شپېتمه لوبه کې سرخپوشان خوافي لوبډلې طوفان هرات ته ۳ پر صفر ماتې ورکړه.
دا لوبه د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.
د لوبې په لومړۍ نیمايي کې سهراب افغان په پڼځهدېرشمه دقیقه کې د سرخپوشان خوافي لومړی ګول وواهه.
سرخپوشانو خوافي په دوهیمه نیمايي کې هم خپل بریدونه روان وساتل او په دوهپنځوسمه دقیقه کې یې دوهیم ګول وواهه. یارمحمد ذکرخېل هم په دوهاویایمه دقیقه کې د خپلې لوبډلې درېیم ګول وواهه او د لوبې پایله یې ۳ پر صفر کړه.
د طوفان هرات لوبډلې لوبغاړو د هڅو سره – سره ونهشو کړی د سیالې لوبډلې دروازه پرانیزي.
د انضباطي احصائیو له مخې؛ سرخپوشان خوافي پنځه سرغړونې وکړې؛ خو طوفان هرات ۱۵ سرغړونې وکړې او یو ژېړ کارت یې هم ترلاسه کړ.
سرخپوښان خوافي به د اوکټوبر پر دېرشمه له ابومسلم فراه سره مخ شي او طوفان هرات به د اوکټوبر پر یودېشمه له خراسان فاریاب سره لوبه وکړي.
د افغانستان اتلانو لیګ د شپږم پړاو لوبې د آریانا ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ بڼه خپرېږي.