لوبی

سریلانکا به د ۲۰۲۴ ز. کال د ۱۹ کلنو کرکت نړیوال جام کوربه وي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۲, ۱۴۰۱)

په ۲۰۲۴ کال کې به سریلانکا ته د ۱۹ کلنو د کرکت نړیوال جام لپاره تر ټولو غوره استعدادونه ولاړ شي؛ ځکه، چې د ICC بورد د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۷ کلونو ترمنځ د ۱۹ کلنو د سیالیو کوربه هېوادونه اعلان کړل.

د کرکت نړیوال بورد د څرګندونو له مخې؛ زمبابوې او نمیبیا، مالیزیا او تایلند، بنګله دیش او نیپال هم د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۷ کلونو ترمنځ د اړوند سیالیو کوربتوب کوي.

د ICC د ۱۹ کلنو کرکت نړیوال جام ۲۰۲۴ به د سریلانکا پر کوربتوب ترسره شي او د ۲۰۲۶ لوبې به په زمبابوې او نمیبیا کې ترسره کیږي.

د ICC د ۲۰۲۵ ز. کال د ښځو شل آوریز نړیوال جام به په مالیزیا او تایلیند کې وي او د ۲۰۲۷ سیالیو کوربتوب به بنګله دیش او نیپال ګډ ترسره کوي.

د کرکت د نړیوال جام د لومړني پړاو د غوراوي لارې

د ۱۴ لوبډلو نرینه کرکت نړیوال جام ۲۰۲۷ لپاره د صلاحیت لاره هم تائید شوې، چې ۱۰ لوبډلې به اتوماتیک جواز ترلاسه کړي.

په دې ۱۰ لوبډلو کې به سویلي آفریقا او زیمبابوې د بشپړ غړي له لرلو سره کوربه وي او د لوړو رتبو لرونکي پاتې اته لوبډلې په پخپله تائید شوې نېټه لوبې کوي. پاتې څلور لوبډلې به د ICC CWC ګلوبل کوالیفایر لړۍ له لارې د لوبې وړتیا ولري.

د ۱۰ ښځینه لوبډلو د وړتیا لار هم تصویب شوې ده.

اته لوبډلې به په اوتومات ډول د لوبې وړتیا ولري.

د هرې برخې لپاره کوربه هېوادونه د رقابتي داوطلبۍ پروسې له لارې غوره شوي، چې د بورد فرعي کمیتې لخوا څارل کیږي، چې مشري یې مارتین سندن کوي.

د ICC بورد کمیتې سپارښتنې ومنل شوې او له ICC مدیریت سره یې د هرې داوطلبۍ بشپړه بیاکتنه ترسره کړه.

Trending

Exit mobile version