نړۍ
سعودي عربستان د بریکس نړیوالې اقتصادي ټولنې غړیتوب ترلاسه کړ
د سعودي دولتي ټلویزیون د سې شنبې پر ورځ خبر ورکړ، چې ریاض د بریکس د بریکس هېوادونو له بلاک سره یوځای شو.
د رویټرز د راپور له مخې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر د اګست په میاشت کې ویلي وه، چې پادشاهي به د جنورۍ تر لومړۍ نېټې په دې اړه د غړیتوب جزئیات وڅېړي او بیا به مناسبه پرېکړه وکړي.
شهزاده فیصل بن فرحان ویلي وه، چې بریکس ډله د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره مونږ ته یو ګټور لوری دی.
په دې اقتصادي بلاک کې برازیل، روسیه، هند، چین او سویلي افریقا غړیتوب لري؛ خو ټاکل شوې، چې د سعودي عربستان په ګډون به عربي متحده امارات، مصر، ایران او ایتوپیا د نویو غړیو په توګه یوځای شي.
د سعودي عربستان غړیتوب د امریکا او چین ترمنځ د روانو نانرو په بهیر کې رامنځته کیږي.
له امریکا سره د دوامداره ځواکمنو اړیکو سره – سره سعودي عربستان خپله لار وټاکله.
چین د سعودي عربستان د تېلو ترټولو لوی پېرودونکی او د BRICs د پراختیا غوښتنه کوي، چې له لویدیځ سره پرې تعادل رامنځته شي؛ خو ارجنټاین په نومبر میاشت کې څرګنده کړې وه، چې په بریکس کې به د ګډون بلنه ونهمني.