لوبی

سعودي عربستان د مسي ارجنتاین ته ۲-۱ ماتې ورکړه

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲, ۱۴۰۱)

سعودي عربستان د سې شنبې پر ورځ د نړیوال جام د C ګروپ په لومړۍ لوبه کې ارجنتاین ته د ۱-۲ تاریخي ماتې له ورکولو سره د نړیوال فوتبیال جام دا حیرانوونکې لوبه وګټله.

د سعودي عربستان لپاره صالح الشهري او سالم الدوسري حیرانوونکي ګولونه ترسره کړل.

په نړیوال فوتبال نوملړ کې د یو پنځوسمې درجې لرونکي سعودي لوبغاړي په لسمه دقیقه کې د لیونل مسي تر پینالتي شاته ول؛ خو الشهري په اته څلوېښتمه دقیقه کې پخپل ګول د ډګر روحیه د خپلې لوبډلې ګټې ته راواړوله.

د سعودي عربستان مینه وال له پېنځه دقیقو وروسته د الدوسري د څنډیز  او پر زړه پوري ګول نور هم بریاوو ته لیواله شول او لوبه د یوه په مقابل کې پر دوه ګولونو د سعودي عرب په ګټه پای ته ورسېده.

Trending

Exit mobile version