ساینس او ټیکنالوژي
سعودي عربستان د ۲۰۲۵ کال حج ته له نوې ټکنالوژۍ مخکتنه وکړه
دغه معنوي، چې په پېنځه ورځو کې ترسره کیږي؛ نه یوازې له عبادتو سره مل دی، بلکې د تېرو ننګونو د حل لپاره تخنیکي نوښتونه او پراخ امنیتي تدابیر هم لري.
د لمر له څرک سره سبا (چارشنبه د غبرګولي څوارلسمهمه / د جون څلورمه) په مکه کې به د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه شاوخوا ۱.۸ میلیون مسلمانان د حج مراسم پیل کړي، چې د اسلام پېنځم رکن دی.
دغه معنوي، چې په پېنځه ورځو کې ترسره کیږي؛ نه یوازې له عبادتو سره مل دی، بلکې د تېرو ننګونو د حل لپاره تخنیکي نوښتونه او پراخ امنیتي تدابیر هم لري.
له تخنیکي نوښتونو هرکلی
د حاجیانو د تجربې د ښه کولو لپاره سعودي عربستان د سږ کال په حج کې پرمختللې ټکنالوژۍ هم کارولې ده.
د نسک پلټفرم د ویزې غوښتنلیک او د حج د مناسکو بهیر ساده کړی، چې د حاجیانو کارونه یې ګټور کړي دي.
حرمین ته د مکې او مدینې ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د چټک ریل په ټکټونو کې ۵۰ سلنه تخفیف هم وړاندې کوي، چې حاجیانو ته سفر آسانه کړي. سربېره پردې د څارنې پرمختللي سیسټمونه د ډرونونو په ګډون به د ګڼې ګوڼې د څارنې او امنیت چمتو کولو لپاره ځای پر ځای شي.
دا نوښتونه له عصري ټکنالوژۍ سره د سنت یوځای کولو او د عبادت کوونکو لپاره د خوندي او معنوي چاپېریال چمتو کولو لپاره د سعودي عربستان ژمنتیا ښیي.
د روغتیا او خوندیتوب اندېښنو ته لاسرسی
د ۲۰۲۴ کال حج، چې په کې له ۱۳۰۰ څخه زیاتو حاجیانو د سختې تودوخې له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ، اوس هم د خلکو په ذهنونو کې تازه دي، چې سعودي چارواکو یې په ځواب کې د حاجیانو د ساتنې لپاره سخت اقدامات پلي کړي دي.
د مینا په سیمه کې روغتونونه په بشپړ ډول سمبال او کارمندان دي، د تودوخې پورې اړوند ناروغیو درملنې لپاره چمتو دي. دوی د حج څخه مخکې له ۹۱۰۰۰ څخه ډیر روغتیایی خدمات چمتو کړي دي.
په ورته وخت کې د سعودي هوا پېژندنې ملي مرکز د تودوخې څپې خبرداری خپور کړی او وړاندویېنه یې کړې، چې تودوخه ممکن د سانتي ګراد ۴۷ درجو ته ورسیږي.
حاجیانو ته سپارښتنه شوې، چې ډېرې اوبه وڅښي، په سیوري کې ستوماني وباسي او د روغتیا خطرونو کمولو لپاره د خوندیتوب لارښوونې تعقیب کړي.
د قانون له مخې د نظم ساتل
د حاجیانو د لوی شمېر د مدیریت لپاره سعودي عربستان د ننوتلو د جواز سخت سیسټم پلي کړی دی.
سږ کال چارواکو له ۲۶۹ زره څخه ډېر هغه خلک، چې د اعتبار وړ اسناد نلري؛ مکې ته له ننوتلو اجازه نلري. دا هڅه د ګڼې ګوڼې د مخنیوي او امنیت ډاډمنولو لپاره پر قانوني همکارۍ ټینګار ښیي.
هغه کسان، چې له مقرراتو سرغړونه کوي تر ۵ زره ډالرو پورې جریمې، له هېواده ایستلو او د جوازونو لغوه کولو به ورسره به مخ شي.
ویل کیږيو چې دا هڅې د نظم ساتلو او د حج د مراسمو د حرمت ساتلو لپاره د سعودي عربستان ژمنتیا ښیي.