تازه خبرونه

سعودي عربستان له افغانستان سره د لمریزې او بادي برښنا په پراختیا کې د همکارۍ ژمنه وکړه

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې، د اوبو او انرژۍ وزیر محمد یونس آخوندزاده سعودي عربستان ته په خپل سفر کې د دغه هېواد د انرژۍ وزارت له مرستیال محمد ابراهیم سره لیدلي دي.

Published

on

 

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر پر مشرۍ پلاوي له سعودي عربستان سره د لمریزې او بادي برښنا په برخو کې د ګډې همکارۍ د پراختیا لپاره له سعودي چارواکو سره خبرې کړې دی.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې، د اوبو او انرژۍ وزیر محمد یونس آخوندزاده سعودي عربستان ته په خپل سفر کې د دغه هېواد د انرژۍ وزارت له مرستیال محمد ابراهیم سره لیدلي دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، دواړو لوریو په دې لیدنه کې د لمریزې او بادي برښنا په برخو کې د همکاریو پر پراختیا، د تخنیکي تجربو پر تبادلې او د ګډې همکارۍ پر پیل خبرې کړې دي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت مرستیال او د دغه هېواد تخنیکي مسوولان افغانستان ته پر رسمي سفر بللي او سعودي چارواکو هم دا بلنه منلې ده.

سعودي چارواکو ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه هېواد مسوولان او تخنیکي ډلې افغانستان ته سفر وکړي، چې د انرژۍ په برخه کې شته فرصتونه وارزوي او د ګډې همکارۍ د عملي کولو پر لارو چارو خبرې وکړي.

دا خبرې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د لمریزې او بادي برښنا په ګډون د نوې کېدونکې انرژۍ د سرچینو پراختیا کولی شي په افغانستان کې د برښنا د تولید ظرفیت لوړ او د انرژۍ په برخه کې د پانګونې زمینه برابره کړي.

Trending

Exit mobile version