تازه خبرونه

سلما بند نږدې ۱۸۰ میلیون متر مکعب اوبه لري

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۳, ۱۴۰۱)

د هریرود- مرغاب د سیندیزې حوزې مسوولینو څرګنده کړې؛ سږ کال د سلما بند په کاسه کې شاوخوا ۱۸۰ میلیون متر مکعب اوبه زېرمه شوي؛ ۸ ولسوالیو او ۱۲۱ کانالونو ته رسېدلي دي.

د هریرود- مرغاب د سیندیزې حوزې عمومي مشر عبدالسلام مستوفي آغا ويلي؛ که مونږ په خپله پراختيايي بودجه کې افغانۍ ولرو بايد د بندونو پر جوړولو ولګول شي، ځکه زمونږ هېواد کرنيز دی. که اوبه مو تر څارنې لاندې او خوندي وکارول شي؛ نو زمونږ ډېرې اقتصادي ستونزې به اوارې شي.

د هرات سیمه ییز چارواکي ټینګار کړی؛ سږ کال به د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې شاوخوا ۸۵ بندونه جوړ شي، چې  د انرژۍ او اوبو وزارت موخه ترې د هېواد د اوبو سم مدیریت دی.

کروند ګر هم د دغه ولايت د سلما بند د اوبو له سم مديريته خوښ دي.

کروندګر غلام احمد وایي: سږکال د اوبو مدیریت خورا ښه و او ډېري بزګران خوښ دي؛ ځکه، چې دوی خپل فصلونه په دوه پړاوونو کې خړوب کړل او له دې اوبو څخه یې ګټه پورته کړه، چې اوس یې حاصلات راټولوي.

کروندګر غلام فاروق نومي هم ویلي: د افغانستان اسلامي امارت باید اوبه په عادلانه توګه ووېشي او هر بزګر ته څومره، چې مالیه او ځمکه لري له اوبه برخمن شي.

د هېواد يو شمېر کارپوهان هم پدې باور دي، چې په هېواد کې د اوبو سالم مديريت کولى شي کرنه پياوړې کړي؛ ځکه په کار ده، چې حکومت د نورو بندونو د جوړولو لپاره ډېره پانګونه وکړي.

د هرات د اوبو کاروونکیو ټولنې مشرغلام حبیب هاشمي ویلي: اړتیا ده، چې زمونږ او  ګاونډ هېوادونو تر منځ یوه هوکړه وشي، چې د اوبو د راټولولو لپاره باید بندونه په سمه توګه جوړ شي. مونږ دا نه وایو، چې اوبه دې پر ګاونډ هېوادونو بندې شي. اسلامي امارت باید له هغو سره تړون ولري؛ ځکه، چې د ګاونډ هېوادونو له ویجاړونکي عکس العمل سره مخ نشي.

په هرات کې د بزرګرانو کرکیله له سلما بنده خړوبیږي او د اوبو ښه مدیریت کولی شي، چې د ټولو ولسوالیو ځمکې خړوبه کړي.

Trending

Exit mobile version