سیمه ییز خبرونه
سوداگرۍ وزارت د سوداگريزو آسانتياوو نوې تگلاره وړاندې كوي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د افغانستان د سوداگرۍ وزارت مسوولين وايي، چې:
په هېواد كې د صادراتو او وارداتو په اړه د آسانتياوو لپاره يوه تگلاره د كار لاندې ده.
د سوداگرۍ وزير انورالحق احدي، چې د جمعې په ورځ(د سلواغې۲۷) د افغانستان شمالي ولايتونو ته په سفر تللى وايي، چې په دغو ولايتونو كې به د سوداگريزو چارو جاج واخلي.
د سوداگرۍ وزير انوارالحق احدي زياتوي، چې:
د سوداگريزو چارو د ودې لپاره د نوې تگلارې له مخې به د فارياب په اندخوى او د جوزجان په اقچه ولسوالۍ كې صنعتي پاركونه جوړ شي.
دا په داسې حال كې ده، چې په مزار شريف كې د سوداگرۍ خونې مسوولينو او يو شمېر سوداگرو په يوه غونډه كې وويل، چې:
په تېرو لس كلونو كې د پانگوني لپاره د شرايطو د برابرولو په اړه پاملرنه نه ده شوې، خو د سوداگرۍ وزير په هېواد كې پانگونې ته زمينه برابره بولي.
