سیمه ییز خبرونه
سوریه له اسرائیل سره د امنیتي هوکړې په لټه کې ده ــ احمد الشرع
د الشرع دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش سوریې ته سفر کړی؛ دا له ۲۰۰۹ز.کال راپدېخوا سوریې ته د ملګرو ملتونو د یوه سرمنشي لومړنی سفر دی.
د سوریې ولسمشر احمد الشرع ويلي؛ د دې هېواد چارواکي هڅه کوي، چې له اسرائیل سره تلپاتې سولې ته ورسېږي.
احمد الشرع له الجزیرې شبکې سره په مرکه کې ویلي:«مونږ د څو هېوادونو په ګډون له اسرائیل سره د یوه امنیتي تړون د ترلاسه کولو لپاره هڅې روانې کړې دي.»
هغه زیاته کړې:« مونږ له اسرائیل سره له مخامخ ټکر ډډه کوو او دې ته لېوالتیا هم نهلرو. که له اسرائیل سره دغه امنیتي تړون پایلې ته ورسېږي، نو د یوې هر اړخیزې سولې لپاره به لار اواره کړي؛ پرته له دې، چې سوریه پر اشغال شویو جولان لوړو د خپل حق له دریځه تېر شي.»
جولان هغه سیمه ده، چې اسرائیل د ۱۹۶۷ کال د شپږ ورځنۍ جګړې پر مهال له سوریې نیولې وه او په ۱۹۸۱ کال کې یې ورسره یوځای کړه.
الشرع زیاته کړې:« مونږ د هر ډول مخامخ ټکر له رامنځته کېدا ډډه کوو.»
د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې له هغې وروسته، چې د احمد الشرع پر مشرۍ یاغیانو د سوریې پخوانی ولسمشر بشارالاسد له واکه لرې کړ؛ اسرائیلي ځواکونو د سوریې خاورې ته پرمختګ وکړ او ځینې سټراټیژیکې سیمې یې ونیولې. اسرائیلي پوځ د سوریې دننه بېوسلې شوې سیمې ته هم داخل شو، چې د حرمون غره سوریایي برخه هم په کې ده او د دمشق ښار پر سر برلاسی لید لري.
له هغه وخت راپدېخوا اسرائیلي پوځ پر سوریه بریدونه کړي او د دغه هېواد له دننه یې یو شمېر کسان نیولي دي. اسرائیل همداراز د سوریې په سویل لویدیځ کې د دروز لږکي د ساتنې پر نوم په چارو کې لاسوهنه کړې ده.
د سوریې دولتي خبري آژانس «سانا» ویلي، چې د یکشنبې پر ورځ اسرائیلي ځواکونو د سوریې پر ځینو سیمو ډزې وکړې او د معریه کلي یو برښنايي ټرانسفارمر یې ویجاړ کړ، چې له کبله یې کورنۍ له برښنا بېبرخې شوې.
د الشرع دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش سوریې ته سفر کړی؛ دا له ۲۰۰۹ز.کال راپدېخوا سوریې ته د ملګرو ملتونو د یوه سرمنشي لومړنی سفر دی.
ګوټرش د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د سوریې د حاکمیت، خپلواکۍ، ملي یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا د درناوي غوښتنه کړې ده.
هغه ویلي:« د ۱۹۷۴ز.کال د ځواکونو د بېلتون له هوکړې څخه د اسرائیل سرغړونې د منلو وړ نهدي او باید
احمد الشرع، چې د سوریې د نړیوال انځور د ښه کولو هڅه کوي؛ تېر کال له ۱۹۶۷ز.کال راپدېخوا لومړنی سوریایي ولسمشر شو، چې په نیویارک کې یې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په کارونو کې ګډون وکړ. د هغه حکومت هڅه کوي له نږدې ۱۴ کلنې جګړې او د اسد کورنۍ د لسیزو واکمنۍ له انزوا وروسته، نړیوالې اړیکې او کورنی اقتصاد ورغوي.
الشرع همداراز ویلي، چې حکومت یې په لبنان کې د پوځي لاسوهنې نیت نهلري.
نوموړي او د ایران ملاتړې لبناني ډلې حزبالله د سوریې د کورنۍ جګړې پر مهال د جګړې په بېلابېلو اړخونو کې ولاړ ول.
له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وه، چې له احمد الشرع سره یې د حزبالله پر ضد د مبارزې په اړه خبرې کړې دي. ټرمپ په لبنان کې د ډېرو ملکي وګړو د وژل کېدا له کبله پر اسرائیل هم نیوکه کړې وه.