تازه خبرونه

سوله به خصوصي سکتور ته د پانګونې ډېر فرصتونه رامنځته کړي

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۱, ۱۳۹۹)

د افغانستان خصوصي سکتور ویلي، چې د سولې له هغې کړنې هرکلی کوي، چې کیدی شي په کې ځایی او نړیوالو سوداګریو ته د پانګونې پراخ فرصتونه چمتو، اقتصادي وده، پرمختګ او پراختیا رامنځته کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو زیاته کړې، چې د سولې د راتلو لپاره هیلې زیاتې شوي او د دې بهیر پراختیا کولی شي د هېواد ر اقتصادي پراختیا مثبت اغېز ولري.

دوی په ډاګه کوي، چې ښکېلې غاړې باید له دې فرصته ګټه پورته کړي.

د خصوصي سکتورغړيو څرګنده کړې؛ د لوې جرګې د پرېکړې له مخې د سولې عملي  پروګرام  ته لار اواره شوې او د سولې له راتلو سره به په هېواد کې د پانګونې او اقتصادي هڅو لړۍ  پيل شي.

د سوداګرۍ او پانکونې خونې غړی خانجان الکوزی وایي: د لویې جرګې هغه پرېکړه، چې د زندانیانو د آزادی په اړه رامنځته شوه؛ د هېواد پر اقتصاد به مثبته اغېزه ولري.

د صنایعو او کانونو خونې مسوولین وایي؛ ښکېلې خواوې باید په هېواد کې د جګړې لړۍ ودروي او د سولې په راتلو او د امنیت له خوندي کیدو سره به په هېواد کې سترې پانګونې تر سره شي.

د صنایعو او کانونو خونې مرستیال سخي احمد پيمان ویلي؛ د بندیانو له خوشي کیدو مو هیله داده، چې سم دلاسه د سولې خبرې پيل او پانګونې ته زمینه برابره شي.

د کرنې او مالدارۍ  خونه او ځمکني  ترانسپورت د تولنې مسوولینو ویلي، په ېواد کې د سولې له راتلو سره به په لوړه کچه د کار زمینه  برابره او د فقر کچه به  تر خپلې  وروستۍ کچې را ټيټه شي.

د ځمکني ترانسپورت د تولنې مرستیال نظير احمد خلیل څرګنده کړې؛ د سولې لپاره تر ټولو اړینه  شېبه  رامنځته شوې، چې باید ګټه ترې پورته شي. مونږ باید نور له سیاسي او اقتصادي بحرانه خلاص شو.

د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجې زاده ویلي؛ باورې یم، چې د سولې له راتلو سره به په  هېواد کې  د کرنې او مالدارۍ ترڅنګ په بېلا بېلو برخو کې افغان پانګوال پانګونه تر سره کړي، چې له دې سره به کارونه هم رامنځته شي.

د اقتصادي چارو کار پوهان هم په دې باور دي، چې د سولې په برخه کې له رامنځته شوي فرصته پوره واخلو، چې اقتصادي خوځښتونه پراخهیا و مومي.

د اقتصادي چارو کارپوه حکیم الله صدیقي وایي، چې د جګړی دواړه خواوې باید د افغانستان د ثبات او اقتصادي پر مختګ لپاره کار وکړي؛ ځکه، چې په امنیت کې کار اواقتصادي وده دواړه خوندي دي.

د خصوصي سکتور غړي وایي که امنیت رامنځ ته شي؛ نو د هېواد په کانونو، کرنې، خدماتو، د انرژۍ  د تولید په ګډون په نورو برخو کې هم په لوړه کچه پانګونې کیدی شي.

Trending

Exit mobile version