تازه خبرونه
سوله په افغانستان کې د ټولو جګړو د پای ته رسولو یوازنۍ لار ده – قیصاري
د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ پخواني امنیه قوماندان ویلي، چې په افغانستان کې د ټولو ستونزو او جګړو د پای ته رسولو یوازنۍ لار سوله ده.
نظام الدین قیصاري له آریانا نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي؛ له اسلامي امارت څخه د خلکو سل په سلو کې ملاتړ د افغانستان له ټولو طبقو سره د نویو واکمنانو په چلند او د ښځو او نجونو لپاره د کار او زدکړې زمینو برابرولو پورې اړه لري.
قیصاري د جمهوريت سقوط د ولس نارضایتي او د پخواني نظام په رهبرۍ کې د مافیايي کړیو شتوالی ګڼي او له اسلامي امارت څخه غواړي چې د ښه نظام د رامنځته کولو لپاره ښې پریکړې وکړي.
د جمهوري نظام دغه امنیتي چارواکي د افغانستان د پخواني حکومت رهبري مافیايي بولي او په واک کې پر پاتې کېدو ټینګار یې د هغه نظام د سقوط لامل ګڼي.
نظام الدین قیصاري ويلي؛ د رهبرۍ په کچه د مافیايي کسانو شتوالی او د خلکو نارضایتۍ جمهوري نظام رانسکوره کړ.
نظام الدین قیصاري اوسنی نظام د تېرو شل کلونو له نظام څخه غوره ګڼي او له اسلامي امارت څخه غواړي د نظام د ښه والي لپاره پرېکړې وکړي.
قیصاري وايي، چې په پخواني نظام کې تل له سیسو سره لاس او ګریوان و او له زندانه تر خوشې کېدو وروسته اشرف غني له وتلو منع کړ او د اسلامي امارت له جوړېدو پورې به په کور کې نظر بند و.
نوموړی له هېواده د افغان شخصیتونو د وتلو د مخنیوي ترڅنګ دا هم ويلي، چې په افغانستان کې د ټولو ستونزو لامل پاکستان دی.
د هغه په وينا، که پاکستان د افغانستان ښه ګاونډ واى؛ نو افغانستان به له دا ډول ستونزو سره مخ نه و.