تازه خبرونه
سوله په افغانستان کې د ټولو جګړو د پای ته رسولو یوازنۍ لار ده – قیصاري
د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ پخواني امنیه قوماندان ویلي، چې په افغانستان کې د ټولو ستونزو او جګړو د پای ته رسولو یوازنۍ لار سوله ده.
نظام الدین قیصاري له آریانا نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي؛ له اسلامي امارت څخه د خلکو سل په سلو کې ملاتړ د افغانستان له ټولو طبقو سره د نویو واکمنانو په چلند او د ښځو او نجونو لپاره د کار او زدکړې زمینو برابرولو پورې اړه لري.
قیصاري د جمهوريت سقوط د ولس نارضایتي او د پخواني نظام په رهبرۍ کې د مافیايي کړیو شتوالی ګڼي او له اسلامي امارت څخه غواړي چې د ښه نظام د رامنځته کولو لپاره ښې پریکړې وکړي.
د جمهوري نظام دغه امنیتي چارواکي د افغانستان د پخواني حکومت رهبري مافیايي بولي او په واک کې پر پاتې کېدو ټینګار یې د هغه نظام د سقوط لامل ګڼي.
نظام الدین قیصاري ويلي؛ د رهبرۍ په کچه د مافیايي کسانو شتوالی او د خلکو نارضایتۍ جمهوري نظام رانسکوره کړ.
نظام الدین قیصاري اوسنی نظام د تېرو شل کلونو له نظام څخه غوره ګڼي او له اسلامي امارت څخه غواړي د نظام د ښه والي لپاره پرېکړې وکړي.
قیصاري وايي، چې په پخواني نظام کې تل له سیسو سره لاس او ګریوان و او له زندانه تر خوشې کېدو وروسته اشرف غني له وتلو منع کړ او د اسلامي امارت له جوړېدو پورې به په کور کې نظر بند و.
نوموړی له هېواده د افغان شخصیتونو د وتلو د مخنیوي ترڅنګ دا هم ويلي، چې په افغانستان کې د ټولو ستونزو لامل پاکستان دی.
د هغه په وينا، که پاکستان د افغانستان ښه ګاونډ واى؛ نو افغانستان به له دا ډول ستونزو سره مخ نه و.
تازه خبرونه
د افغانستان، پاکستان او ایران په سرحدي سیمو کې د کوکنارو کښت پراخ شوی – راپور
د سپوږمکۍ انځورونو او له ځايي کروندګرو سره د خبرو پر بنسټ د پاکستان بلوچستان ایالت او د ایران سیستان او بلوچستان ولایت په وروستیو کلونو کې د کوکنارو د کښت د زیاتوالي شاهدان دي.
په ۲۰۲۲ز.کال کې د اسلامي امارت له لوري د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته؛ په افغانستان کې د اپینو تولید کم شو؛ خو راپورونه ښيي، چې د پاکستان او ایران په سرحدي سیمو کې د کوکنارو کښت پراخ شوی او ښايي دا سیمه په نړۍ کې د اپینو د تولید پر مرکز بدله شي.
د سپوږمکۍ انځورونو او له ځايي کروندګرو سره د خبرو پر بنسټ د پاکستان بلوچستان ایالت او د ایران سیستان او بلوچستان ولایت په وروستیو کلونو کې د کوکنارو د کښت د زیاتوالي شاهدان دي.
د افغانستان د نشهيي توکو په برخه کې بریټانیايي څېړونکی ډیویډ منسفیلډ ويلي؛ د اسلامي امارت بندیز، د ناامنۍ زیاتوالی او اقتصادي ستونزو د افغانستان، پاکستان او ایران په سرحدي سیمو کې د کوکنارو د کښت پراختیا ته زمینه برابره کړې ده.
د منسفیلډ د څرګندونو له مخې، د بریټانیا د « السیس» شرکت د سپوږمکۍ انځورونه ښيي، چې د پاکستان په بلوچستان کې پر څه باندې ۹ زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي. د لورالایي او قلعه عبدالله ولسوالۍ د کوکنارو د کښت له مهمو سیمو څخه شمېرل شوې دي.
راپورونه ښيي، چې یو شمېر افغان کروندګر په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته پاکستان او ایران ته تللي او هلته یې له ځايي کروندګرو سره ګډه پانګونه کړې او د کوکنارو کښت یې پیل کړی دی.
په ایران کې هم د کوکنارو کښت پراخ شوی
په ایران کې د سیستان او بلوچستان ولایت د اپینو د تولید له مهمو سیمو څخه شمېرل کېږي. د ۲۰۲۶ز.کال د سپوږمکۍ انځورونه د دې ولایت په ځینو برخو کې د کوکنارو د کښت د پراختیا ښکارندويي کوي.
دغه راز په افغانستان کې هم د اسلامي امارت له بندیز سره- سره په بدخشان ولایت او د هېواد په ځینو سویللویدیځو سیمو کې د کوکنارو کښت یو ځل بیا زیات شوی دی.
منسفیلډ خبرداری ورکړی، چې که اوسنی بهیر روان وي؛ نو په ۲۰۲۷ز.کال کې به په افغانستان، پاکستان او ایران کې د کوکنارو کښت نور هم پراخ شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، دا وضعیت ښايي په نړیوالو بازارونو کې د پوډرو او هیروئینو عرضه زیاته او د وسلهوالو ډلو مالي سرچینې پیاوړې کړي.
کارپوهان وايي؛ بېوزلي، وچکالي، د کروندګرو پورونه او ناامني د دې بهیر له مهمو لاملونو څخه دي، چې د نشهيي توکو د قاچاق د زیاتېدا او په سیمه کې د تاوتریخوالي د پراخېدا په اړه اندېښنې زیاتوي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت له دې مخکې ویلي وه، په افغانستان کې د نشهيي توکو کښت او قاچاق نږدې صفر ته راکم شوی دی.
تازه خبرونه
په ترکیه کې میشتو افغان کډوالو د استوګنې او کونسلي ستونزو د حل غوښتنه وکړه
دا لیدنه د لړم پر لومړۍ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام د دفتر د رییس سعید احمد بنوري او په ترکیه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفیر صنیعالله فرهمند پر ګډون ترسره شوې ده.
د ترکیې په انقره کې د میشتو افغان کډوالو یو شمېر استازو د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او بهرنیو چارو وزارت له لوري له لېږل شوي پلاوي سره په لیدنه کې خپلې ستونزې او غوښتنې وړاندې کړې دي.
دا لیدنه د لړم پر لومړۍ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام د دفتر د رییس سعید احمد بنوري او په ترکیه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفیر صنیعالله فرهمند پر ګډون ترسره شوې ده.
بنوري ویلي، چې د دې پلاوي د لېږلو موخه د کډوالو د ستونزو له نږدې څېړل او د هغوی شکایتونه د افغانستان او ترکیې مسوولو چارواکو ته رسول دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه پلاوی د اسلامي امارت د مشرتابه د لارښوونې او په ترکیه کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د ترلاسه شویو راپورونو پر بنسټ ګومارل شوی دی.
د افغان کډوالو استازو په دې غونډه کې د استوګنې کارتونو د تمدید د لوړ لګښت، د ناروغو کډوالو لپاره د ویزو نه صادرېدو، په کمپونو کې د ستونزو، د استوګنې د اسنادو لرونکو افغانانو د نیول کېدو، د مدني او روغتیايي اسنادو د ترلاسه کولو د ستونزو او د هوايي شرکتونو له لوري د تګ راتګ د ټکټونو د لوړو بیو پر ګډون خپلې ستونزې وړاندې کړې.
دغه راز هغو په ترکیه کې د افغانستان د کډوالو اتشې دفتر د فعالېدا غوښتنه وکړه، چې د کډوالو د ستونزو او غوښتنو د څېړلو بهیر آسانه شي.
دغه راز په ترکیه کې د بهرنیو چارو وزارت استازي صنیعالله فرهمند ویلي، چې د افغانستان سفارت هڅه کوي د خپل توان پر کچه د کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
بنوري هم ډاډ ورکړی، چې ټولې مطرح شوې ستونزې ثبت شوې دي او د څارنې او حل لپاره به یې په افغانستان او ترکیه کې اړوند چارواکو ته وړاندې شي.
د بهرنیو چارو وزارت د کونسلګرۍ چارو ریاست د کډوالو په چارو کې مرستیال محمد صابر عمر د مدني اسنادو د ترلاسه کولو په برخه کې د کډوالو د ستونزو په اړه خبرې کړي او د دغې موضوع د څېړلو لپاره یې د هڅو ډاډ ورکړی دی.
تازه خبرونه
افغان او ترکمن استازي د هرات ګازنللیکې او د هغې د وېش پر پراختیا خبرې وکړې
د افغانستان امارتي شرکتونو عمومي ریاست ویلي، دغه خبرې د ګاز د لېږد او وېش اړوند موضوعاتو د ارزونې، د پرمختللیو وسایلو د کارولو او په دې برخه کې د معیاري ټکنالوژیو د پلي کولو پر موخه ترسره شوې دي.
د افغان ګاز دولتي شرکت اجرائیوي رییس اخترمحمد منصور ترکمنستان ته د سفر او د دغه هېواد د تېلو او ګاز په نړیوال کنفرانس کې د ګډون پر مهال، د ترکمنګاز شرکت او ټاپي پروژې له چارواکو سره د هرات ګازنللیکې او د ګازو وېش پر پراختیا خبرې کړې دي.
د افغانستان امارتي شرکتونو عمومي ریاست ویلي، دغه خبرې د ګاز د لېږد او وېش اړوند موضوعاتو د ارزونې، د پرمختللیو وسایلو د کارولو او په دې برخه کې د معیاري ټکنالوژیو د پلي کولو پر موخه ترسره شوې دي.
د راپور له مخې، د افغان ګاز شرکت اجرائیوي رییس د ګاز اېستلو، لېږد او وېش په بهیر کې د نوې ټکنالوژۍ کارول د دې شرکت له لومړیتوبونو ګڼلي دي.
د پانګونې د راجلبولو او تخنیکي همکاریو پر پراختیا ټینګار:
په دې سفر کې د افغان ګاز شرکت اجرائیوي رییس د یو شمېر معتبرو نړیوالو شرکتونو له استازو سره هم لیدلي او د مستقیمو تخنیکي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا، د پوهې او تخصصي تجربو پر تبادله او د نوې ټکنالوژۍ پر کارولو ټینګار کړی دی.
نوموړي د افغانستان د ګاز په برخه کې د پانګونې د راجلبولو پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د څرګندونو له مخې، دغو لیدنو له نړیوالو شرکتونو سره د اړیکو د پیاوړتیا، د ګډو همکاریو د فرصتونو پېژندلو او د افغانستان د ګازو په برخه کې د پانګونې د فرصتونو ورپېژندلو زمینه برابره کړې ده.
د ټاپي ګازنللیکه، چې ټاکل شوې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ولېږدوي؛ په سیمه کې د انرژۍ د همکاریو له مهمو پروژو څخه ګڼل کېږي. د ګازو د لېږد او وېش د بنسټیزو تاسیساتو پراختیا کولی شي د انرژۍ په برابرولو او د سیمهییزې اقتصادي همکارۍ په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
-
تازه خبرونه4 days agoله چین سره د افغانستان ځمکنۍ نښلېدا له خنډونو سره مخ ده – ډیپلوماټ
-
نړۍ5 days agoپه فرانسه کې د امنیتي وضعیت له کبله یوشمېر هېوادونو خپلو وګړو ته خبرداری ورکړ
-
لوبی2 days agoافغانستان زیمبابوې ته پر ماتې ورکولو د درېاړخیزو کرکټ سیالیو اتلولي خپله کړه
-
تازه خبرونه5 days agoد ازبکستان او ناروې چارواکو پر افغانستان او سیمیهیزې امنیتي همکارۍ خبرې وکړې
-
لوبی4 days agoافغانستان بنګلهدېش ته پر ماتې ورکولو د درېاړخیزو یو ورځنیو سیالیو پایلوبې ته لار پیدا کړه
-
تازه خبرونه4 days agoاروپايي ټولنې د بشري مرستو لپاره افغانستان ته ۱۲ میلیون یورو ځانګړې کړل
-
نړۍ4 days agoد اماراتو ډیپلوماټه لانا نصیبه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي څوکۍ ته نومانده شوه
-
لوبی2 days agoآرمان افسي د دوه ناوخته ګولونو سره-سره له سرخپوشان خوافي ماتې وخوړه
