تازه خبرونه
سوني فضایي شرکت پر لیزري اړیکو کارکول پیل کړل
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د سوني فضايي اړیکو شرکت، چې د چارشنبې پر ورځ (د غبرګولي یوولسمه) راجستر شوی، ټاکل شوې، چې د راډیو فریکونسۍ د بندولو لپاره لیزر ټکنالوژي وکاروي.
شرکت دا نه دي ویلي، چې کله به له ځمکې سره خپله لومړنۍ سوداګریزه فضايي اړیکه ټینګه کړي. آیا اوسني پېرودونکي په لیکه کې دي یا یې تر دې دمه پر ټکنالوژۍ څومره پانګونه کړې ده.
په مدار کې لږ تر لږه ۱۲۰۰۰سپوږمکۍ دي. دا شمېر به په راتلونکیو کلونو کې ډېریږي؛ ځکه، چې د توغندیز شرکتونه فضا ته د شیانو د لیږدولو لګښت کموي او امازون او سپیس ایکس ته ورته شرکتونه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د انټرنیټي اړیکو د لیږدولو لپاره د ځمکې د ټیټ مدار سپوږمکۍ لوی شبکې جوړوي.
د شرکت نوي مشر کیوي ایواموتو ویلي؛ په شرک کې کارول شوي معلومات هم کال پر کال وده کوي، خو د شته راډیو څپو کچه پراخه نده.
سپیس ایکس شرکت د خپلو لیزري اړیکو د جوړولو لپاره د تېر کال په وروستیو کې پر لومړی ځل خپل سټار لنک سپوږمکۍ ته ماشین توغول پیل کړل.
سوني اړوند شرکت ويلي، پر ۲۰۲۰ کال یې په جاپان کې له نړیوال فضايي سټیشن څخه د لیزر پر مرسته د لوړ ریزولوشن ویډیويي معلوماتو لېږدولو لومړنۍ بریالۍ تجربې ځمکې ته تر سره کړې ده.
تازه خبرونه
پاکستان بېاسناده افغان کډوالو ته د جولای تر لسمې د وتلو وروستۍ نېټه وټاکله
د پاکستان کورنیو چارو وزارت ولایتي ادارو، د پولیسو مشرانو او د اسلامآباد ادارې ته لارښوونه کړې، چې دا پرېکړه عملي کړي. د جولای له لسمې وروسته به د بېاسناده افغانانو پر ضد عملیات پیل شي او هر هغه څوک، چې معتبر قانوني اسناد ونهلري؛ وبهنیول شي.
پاکستان بېاسناده افغان کډوالو ته د جولای تر لسمې پورې له دغه هېواده د وتلو وروستۍ نېټه ټاکلې او چارواکو ته یې سپارښتنه کړې، چې له دې نېټې وروسته په ټول هېواد کې د هغو افغانانو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي، چې قانوني اسناد نهلري.
د پاکستان کورنیو چارو وزارت ولایتي ادارو، د پولیسو مشرانو او د اسلامآباد ادارې ته لارښوونه کړې، چې دا پرېکړه عملي کړي. د جولای له لسمې وروسته به د بېاسناده افغانانو پر ضد عملیات پیل شي او هر هغه څوک، چې معتبر قانوني اسناد ونهلري؛ وبهنیول شي.
د جولای له یوولسمې څخه به ولایتي ادارې هره ورځ د کورنیو چارو وزارت ته راپورونه استوي، چې په کې به د موندل شویو بېاسناده افغانانو شمېر، د هغوی پر وړاندې ترسره شوي اقدامات او قانوني یا توقیفي وضعیت شامل وي.
د کورنیو چارو وزارت دا عملیات لومړیتوب بللی او د هېواد پر کچه یې په دې اړه د بېړنيو هڅو غوښتنه کړې ده.
دا پرېکړه په داسې وخت کې کیږي، چې د امنیتي اندېښنو له کبله د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې دي.
پاکستاني چارواکي تل ادعا کوي، چې وسلهوالې ډلې د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه تنظیموي؛ خو اسلامي امارت دا ادعاوې پرلهپسې رد کړې دي.
تازه خبرونه
یوناما پر افغانستان د پاکستاني پوځ په وروستيو هوايي بریدونو کې د ۷۷ کسانو مرګ او ژوبله تائید کړه
دې بنسټ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دغو بریدونو په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم لیدل شوي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) د پاکستاني پوځي رژیم په وروستیو هوايي بریدونو کې د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو د ۲۸ ملکي وګړو وژنه او د ۴۹ نورو ټپي کېدل تائید کړي دي.
دې بنسټ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دغو بریدونو په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم لیدل شوي دي.
د یوناما د څرګندونو له مخې، د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ په هوايي برید کې ۲۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۷ نور ټپیان دي. همدارنګه د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ په برید کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او د کونړ د مرورې ولسوالۍ په برید کې دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
یوناما په دې خبرپاڼه کې د ملکي وګړو پر خوندیتوب او د نړیوالو قوانینو پر درناوي ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت د څرګندونو له مخې، د پاکستاني پوځي رژیم په هوايي بریدونو کې ۳۶ ملکي وګړي شهیدان شوي او ۱۶۳ نور ټپیان دي.
تازه خبرونه
په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار شو؛ اسلامآباد ته د هوايي بریدونو په تړاو پرېکنده اعتراض وړاندې شو
د پاکستان پوځي رژیم تېره شپه د افغانستان د کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو په ځینو سیمو کې د ملکي وګړو پر استوګنیزو کورونو هوايي بریدونه کړي، چې د راپورونو له مخې په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۶ عام ولسي وګړي «شهیدان» او ۱۶۳ نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په کابل کې یې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړ او د افغانستان د هوايي حریم د نقض او د کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو د ملکي وګړو پر کورونو د بریدونو پهاړه ورته پرېکنده اعتراض وړاندې شوی دی.
د پاکستان پوځي رژیم تېره شپه د افغانستان د کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو په ځینو سیمو کې د ملکي وګړو پر استوګنیزو کورونو هوايي بریدونه کړي، چې د راپورونو له مخې په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۶ عام ولسي وګړي «شهیدان» او ۱۶۳ نور ټپیان شوي دي.
دغه بریدونه د اسلامي امارت لهخوا له نړیوالو اصولو، بشري قوانینو او ملي حاکمیت څخه ښکاره سرغړونه بلل شوې او پر سختو ټکو یې غندلي دي.
د اسلامي امارت د څرګندونو له مخې، پاکستان له دې وړاندې هم د ځینو امنیتي پېښو او چاودنو په تړاو افغانستان بېله معتبره شواهدو تورن کړی او دا ډول کړنې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا ته زیان رسوي او د زور له لارې د ستونزو د حل تګلاره ناکامه بلل کېږي، چې د سیمهییز ثبات لپاره منفي پایلې لري.
-
International Sports2 days agoد مسي غوره ځلېدنه؛ ارجنټاین د بشپړې بریا پر خپلولو د ۲۰۲۶ نړیوال جام حذفي پړاو ته ورسېد
-
تازه خبرونه3 days agoد ریښتر پر کچه ۶.۱ درجې زلزلې د افغانستان ځینې سیمې ولړزولې
-
تازه خبرونه3 days agoافغانستان له ۴۷ کلونو وروسته د امنیت، یووالي او پرمختګ پړاو ته رسېدلی – شهاب الدین دلاور
-
څار3 days agoڅار: له اروپایي هېوادونو د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو بهیر ته اندېښنې
-
تازه خبرونه2 days agoله ملګرو ملتونو سره په پراختیايي پروژو کې خپلې همکارۍ روانې ساتو – امیرخان متقي
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoپه فارس خلیج کې د ایران او امریکا کړکېچ سخت شوی؛ متقابل بریدونه، نوې تورونه او د سولې د هوکړې د ماتېدا اندېښنې
-
لوبی2 days agoافغانستان او ازبکستان په خوست کې دوستانه شلآوریزه لوبه کوي
-
تازه خبرونه2 days agoپه نیویارک کې شانګهای همکاریو ټولنه او ملګري ملتونه پر افغانستان راوڅرخېدل
