Connect with us

نړۍ

سویلي آفریقا روسیې ته د وسلو د لېږد په اړه د امریکا تورونه رد کړل

خپور شوی

د

د سویلي آفریقا چارواکو د جمعې پر ورځ د امریکا هغه تورونه رد کړل، چې د روسیې یوې کښتۍ د تېر کال په وروستیو کې کیپ تاون ته نږدې له سمندري اډې څخه وسلې بار کړې دي.

رویترز په ډاګه کړې؛ په سویلي آفریقا کې د امریکا سفیر روبین بریګیتي د پنجشنبې پر ورځ ویلي وه، چې د امریکا تر بندیزونو لاندې د روسیې یوې کښتۍ د دسمبر په میاشت کې له سیمونز تاون اډې څخه وسلې لېږدولي، چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې په جګړه کې د پریتوریا د بې طرفۍ له دریځ سره اړخ نه لګوي.

لویدیځ دیپلوماتان هم د سویلي آفریقا په اړه اندېښمن شوي، چې سږکال له روسیې او چین سره سمندري روزنیزې هڅې ترسره کوي.

سویلي آفریقا په دې وچه کې د روسیې یو متحد پاتې شوی دی.

کرملین ویلي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمعې پر ورځ د جنوبي آفریقا له ولسمشر سیریل رامافوزا سره په تیلیفوني خبرو کې د اوکراین د شخړې په اړه خبرې وکړې.

د رامافوزا دفتر د پنجشنبې پر ورځ ویلي، چې د یو متقاعد قاضي په مشرۍ تحقیقات به د امریکا تورونه وڅېړي. د جمعې پر ورځ، د وسلو د څارنې  وزیر او د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، سویلي آفریقا د دسمبر په میاشت کې روسیې ته د وسلو لیږد تصویب نه‌کړ.

د سویلي آفریقا دفاع وزارت د جمعې پر ورځ ویلي، چې په دې اړه څېړنې به د حکومت پوښتنو ته وړاندې کړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له پاندور سره تیلیفوني خبرې وکړې او د روغتیا ، سوداګرۍ او انرژي په ګډون د ګډو لومړیتوبونو په اړه یې همکاري تکرار کړه.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ واشنګتن ویلي؛ هغه هېوادونه، چې له روسیې مادي ملاتړ کوي ممکن د امریکا بازارونو ته د لاسرسي مخه ونیسي.

د سویلي آفریقا اپوزیسیون وېره لري، چې د یو شمېر صادراتي توکو بازار به له لاسه ورکړي.

نړۍ

د جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري ووژل شول – زیلینسکي

زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»

Published

on

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ویلي، چې د روسیې پر ضد د جګړې له کبله د جنګ په ډګر کې د وژل شویو اوکرایني سرتېرو شمېر شاوخوا ۵۵ زره کسان اټکل شوي دي.

زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»

نوموړي زیاته کړې؛ پر دې تلفاتو سربېره “ډېر خلک” په رسمي ډول اوس هم تري تم یا ورک دي.

زیلینسکي له دې مخکې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د امریکا د «ان‌بي‌سي» ټلویزیون سره په یوه مرکه کې د جګړې د تلفاتو یادونه کړې وه او ویلي یې وه، چې له ۴۶ زره څخه ډېر اوکرایني سرتېري د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي.

Continue Reading

د هوا حالات

په جاپان کې د واورو د اورښت له کبله ۳۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سې‌شنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.

Published

on

جاپاني چارواکو ویلي، چې د تېرو دوه اوونیو پر مهال په دغه هېواد کې د درندې او بې‌سارې واورې اورښت له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسانو خپل ژوند بایللی او سلګونه نور ټپیان دي.

د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سې‌شنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.

د رسنیو د راپور له مخې؛ په مړو شویو کې یوه ۹۱ کلنه مېرمن هم شته، چې له خپل کور څخه بهر تر ۳ مټرو واورو لاندې شوې وه.

Continue Reading

نړۍ

پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړ – ټرمپ

په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هېواد پر اقتصادي ودې ټینګار کړی او څرګندوي، چې پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړی دی.

په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.

ډونالډ ټرمپ زیاته کړې؛ داووس ته روان دی او باور لري، چې دغه سفر به بریالی وي.

نوموړي ادعا کړې، چې امریکا تر بل هر وخت په ښه اقتصادي وضعیت ده.

هغه په دې اړه ویلي: « مونږ له ۱۸ټریلیون ډالرو ډېرې پیسې ترلاسه کوو؛ داسې څه مو مخکې ندي لیدلي او هیڅ بل هېواد هم دغه ډول وضعیت تجربه کړی ندی».

د امریکا ولسمشر همداراز ویلي، چې په هېواد کې بیې پر پراخه کچه راټیټې شوې دي.

ویل کیږي، چې په ډېرو سیمو کې د ګازو بیه تر ۱.۹۹ ډالرو پورې راټیټه شوې او دا یو داسې بدلون دی، چې «هیڅوک یې ساری نلري».

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!