روغتيا

سټروس میوې حیرانوونکې ګټې لري

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۹, ۱۴۰۰)

په نړۍ کې له ټولو غوره میوه سټروس ګڼل کیږي، چې نه یوازې د ویټامین سي یوه باوري سرچینه ده، بلکې د انسان بدن هم ورته ډېره اړتیا لري.

دا میوې په افغانستان کې هم کرل کیږي، چې د راپورونو له مخې په دې وروستیو کې یې حاصلات هم ډېر شوي دي.

د نارنج د پیدا کېدو د ځای په اړه تر دې دمه ډېر څه په ډاګه شوي ندي؛ خو ویل کیږي، چې د دې میوې ونې په سویل ختیځه آسیا کې زر کاله مخکې شنې شوي او اوس یې د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې کینول دود شوي دي. په ځانګړي توګه د مدیترانې د غاړې هېوادونه ترې ډېر برخمن شوي دي.

د سټروس ميوې لاندې ګټې لري:

– سترګې ځواکمنتېا او لید ډېروي.

– د مغزي سکتې مخنیوی کوي.

– اشتها ډېروي.

– له سرطاني ناروغیو سره مبارزه کوي.

– د بدن پوستکي نرم او روغ ساتي.

– د وینې رګونو له کمزوریو ژغوري.

– دا میوې د بدن په رغولو کې مرسته کوي.

په امریکا کې د خوراک څانګواله ډاکټرې سینتیا ساس ويلي، چې د سټروس خوړل ستاسو د ورځنيو ویټامینونو ۸۰ سلنه ویټامین سي بشپړوي.

هغې زیاته کړې، چې د دې میوې خوړل د بدني روزنې او سپورت او په عادي وختونو کې د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی کوي او پړسوب کموي.

نوموړې دا هم ویلي، چې لږ خوړل یې د چاغېدو لامل کیږي.

دې امریکایي ډاکټرې زیاته کړې؛ د سټروس ميوو له خوړلو سره په بدن کې اوسپنه جذبیږي او ستړیا هم کموي او د هغو میرمنو لپاره ګټور دي، چې د میاشتنۍ ناروغۍ پر مهال اوسپنه له لاسه ورکوي.

د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ د دغو میوو کارول نه یوازې دا، چې ویټامین سي لري، بلکې خوښي او خوب هم ډېروي او همدارنګه له زړښت سره مبارزه کوي.

هغې زیاته کړې؛ دا میوې په خپل ترکیب کې پوټاشیم او فولاد لري، چې پوټاشیم د زړه د فعالیت، غړیو او عضلو د ځواکمنه پاتې کېدو ملاتړ کوي.

د هغې په ​​وینا، فولاد  د دماغ او عصبي سیسټم ساتنه کوي، چې پوره کچه یې د خفګان او حافظې له ستونزو سره مرسته کوي.

دغه راز د خوراک څانګوالو خبرداری ورکړی، چې په یوه وخت کې د دې میوې ډېر خوړل د روغتیا لپاره ښه ندي.

ډاکټرانو ويلي، چې د دې میوې زیاته برخه د خواړو پر هضمولو  اغېز کوي او اسهال رامنځته کولی شي.

د ډاکټرانو د څرګندونو له مخې، د دې میوې منظم خوړل د بدن وزن ډېروي.

د یادونې ده، چې ډاکټران په ورځ کې د یوې یا درې میوو سپارښتنه اړینه بولي.

Trending

Exit mobile version