نړۍ
سپینه ماڼۍ الاسکا ته د زیلینسکي پر احتمالي بلنې غور کوي
د دغه راپور له مخې: د امریکا یو لوړ پوړی چارواکی او درې هغه کسان، چې له کورنیو خبرو اترو خبر دي؛ دا خبر تائید کړی دی. یو له دې سرچینې ویلي: “په دې اړه بحث روان دی.”
سپینه ماڼۍ د امریکا الاسکا ایالت ته د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پر احتمالي بلنې غور کوي، چې ټاکل شوې په کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.
د دغه راپور له مخې: د امریکا یو لوړ پوړی چارواکی او درې هغه کسان، چې له کورنیو خبرو اترو خبر دي؛ دا خبر تائید کړی دی. یو له دې سرچینې ویلي: “په دې اړه بحث روان دی.”
انبيسي نیوز راپور ورکړی، چې د زیلینسکي احتمالي سفر تر دې دمه وروستی شوی ندی او دا هم روښانه نده، چې د اوکراین ولسمشر به بالاخره د الاسکا ناستو ته سفر وکړي که نه؟ خو سره له دې دا شونتیا اوس هم شته.
ویل کیږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د اګست پر پېنځلسمه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په الاسکا کې وويني، چې د اوکراین جګړه پای ته ورسوي. کریملین ماڼۍ هم د دې ناستې پخلی کړی دی.