تازه خبرونه

سپینه ماڼۍ د جمهوریت له سقوط خبره وه؛ خو څه یې ونه‌کړل – د امریکا ولسي جرګې غړی

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۷, ۱۴۰۲)

د امریکا د ولسي جرګې غړی درل آیسا د ولسمشر جوبایدن هغه خبرې رد کړې، چې ویلي یې دي؛ د افغانستان د پخواني نظام د چټک سقوط تمه یې نه‌لرله.

هغه د سې شنبې پر ورځ( د غبرګولي ۱۶) له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په اړه د پټو اسنادو له لیدلو وروسته فاکس نیوز ته ویلي، چې سپینې ماڼۍ اجازه ورکړه، چې کابل سقوط وکړي.

جوبایدن له دې مخکې ویلي وه، چې د اشرف غني د حکومت سقوط له تمې ډېر چټک ترسره شو؛ خو د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیتې غړي درل آیسا ویلي، چې په کابل کې امریکايي دیپلوماتانو مخکې هم سپینې ماڼۍ ته د اسلامي امارت د چټک پرمختګ په اړه خبرداری ورکړی و.

پټ اسناد ښیي، چې امریکايي چارواکو د اسلامي امارت د بېرته راګرزېدو احتمال ناسم اټکل کړی و.

درل آیسا وایي: دوی پوهېدل، چې افغان پوځ په هيڅ صورت له هېواده دفاع نه‌شي کولی. دوی پوهېدل، چې کابل به په څو اوونیو کې سقوط وکړي. دوی پوهېدل، چې طالبان (اسلامي امارت) څه کوي… دوی د دې کار اجازه ورکړه.

بایدن ادعا کړې، چې د افغانستان اردو د اسلامي امارت پر وړاندې د جګړې اراده نه‌لرله. هغه په ​​افغانستان کې د پخواني نظام په نسکورېدو کې د امریکا د حکومت هر راز هڅې رد کړې دي.

Trending

Exit mobile version