تازه خبرونه
سپینې ماڼۍ ترمپ له افغانستان څخه پر بې مسوولیته وتلو تورن کړ
سپینې ماڼۍ د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو د څرنګوالي په اړه خپل راپور د امریکا له ولسي جرګې سره شریک کړ.
د امریکا ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیتې د فشار؛ په پای کې سپینې ماڼۍ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د څرنګوالي په اړه کانګرس ته خپل راپور وړاندې کړ.
سپینې ماڼۍ له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو لپاره د خپلو اقداماتو دفاع کړې ده، چې په دې هېواد کې یې د امريکا شل کلنه جګړه پای ته ورسوله.
سپینې ماڼۍ ويلي؛ د دونالد ترمپ حکومت له افغانستان څخه د امریکا له ګډوډیو ډکو وتلو اصلي عامل و. د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا وايي؛ هیڅ شي نشو کولی له افغانستان څخه د وتلو لاره بدله کړي او بالاخره ولسمشر بایدن نه غوښتل؛ د امریکایانو بل نسل داسې جګړې ته ولیږدول شي، چې د امریکا لپاره باید ډېر مخکې پای ته رسیدلی وای.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو چارو همغږي کوونکی او ویاند جان کربي وایي: ولسمشر بایدن دوه انتخابونه لرل؛ یو دا، چې افغانستان ته نور ځواکونه واستوي او امریکايي ځواکونه په دې هېواد کې دایمي پاتې شي او دوهیم دا، چې له وتلو سره په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي. هغه د وتلو پرېکړه وکړه؛ خو ولسمشر جوبایدن مخکې له مخکې د خپلو متحدینو او امریکايي اتباعو د وتلو پر پلان غور وکړ.
سپینه ماڼۍ وايي، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو اصلي عامل د دونالد ترمپ اداره وه.
په دې ۱۲ مخیز راپور کې ویل شوي، چې د جو بایدن لاسونه د ترمپ ادارې لخوا په دې اړه د شویو پرېکړو له کبله سخت تړل شوي وه.
په راپور کې جوبایدن په ډاګه کړې، چې ده ته د دوحې تړون د دونالد ترمپ له حکومت څخه په میراث پاتې و، چې له مخې یې امریکايي ځواکونه له افغانستان ووتل.
سپینه ماڼۍ وايي؛ اصلي راپور د پنجشنبې پر ورځ کانګرس ته په خصوصي توګه چمتو شوی و او د محرمیت له کبله به خلکو ته نه خپریږي.
سپینه ماڼۍ زیاته کړې؛ هیڅ یوې استخباراتي ادارې د افغان دولتي ځواکونو د دومره زر پاشل کیدو وړاندوینه نه وه کړې. په دې راپور کې سپینه ماڼۍ د ۲۰۲۱ ز. کال د اګست پر ۲۶ د کابل هوایي ډګر ته پر راغلیو خلکو د ځانمرګي برید په مخنیوي کې له هر ډول تېروتنې ځان په څنګ کړی او ویلي یې دي، چې هلته ټولې پرېکړې د پوځ لخوا کیدې.
له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف د پوځونو وتل له سترو ګډوډيو سره مل ول. امریکا د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۳۰ شپه د خپلو پوځیانو د وروستي پوځي ټولګی له افغانستان څخه وویست.
د یادونې ده، چې امریکا په خپله تر ټولو اوږده جګړه کې خپل شاوخوا ۲۵۰۰ پوځیان له لاسه ورکړل او د ملت جوړونې بهیر یې رد کړ؛ خو هغه څه، چې د بایدن حکومت یې له لویې ننګونې سره مخ کړ، د کابل له هوايي ډګر بهر د داعش په ادعا شوي ځانمرګي برید کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو او سلګونه افغانانو وژل کېدل او د ملکي افغانانو پر کور ړوند برید دی.
تازه خبرونه
د پاکستان د هوايي بریدونو ۳۳ ټپیان کابل ته ولېږدول شول
د روغتیایي مسوولانو د څرګندونو له مخې؛ یاد کسان د هغو ۶۶ سختو ټپیانو یوه برخه ده، چې د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو پر استوګنیزو سیمو د پاکستاني پوځي رژیم د تېرې شپې له بریدونو وروسته یې روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی و.
د پکتیا روغتیايي مسوولانو ویلي: د پاکستاني پوځي رژیم د هوايي بریدونو ۳۳ سخت ټپیان، چې د افغانستان په ختیځ کې د وروستیو بریدونو پر مهال ټپیان شوي وه؛ د بېړنیو درملنیزو چوپړتیاوو د ترلاسه کولو لپاره د چورلکې پرمټ کابل ته لېږدول شوي دي.
د روغتیایي مسوولانو د څرګندونو له مخې؛ یاد کسان د هغو ۶۶ سختو ټپیانو یوه برخه ده، چې د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو پر استوګنیزو سیمو د پاکستاني پوځي رژیم د تېرې شپې له بریدونو وروسته یې روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی و.
ټپیان د کابل په یو شمېر دولتي روغتونونو کې بستر شوي او متخصصې روغتیايي ډلې یې درملنه کوي. تر اوسه د نورو سختو ټپیانو د روغتیايي وضعیت او کابل ته د هغوی د احتمالي لېږد په اړه نور جزئیات خپاره شوي نهدي.
دا لېږدونه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې افغان چارواکي اوس هم د تېرې شپې د هوايي بریدونو د مرګ او ژوبلې د کچې ارزونه کوي.
اسلامي امارت پاکستان د دغو بریدونو مسوول بولي او وایي، چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۳۶ ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم په کې دي؛ شهیدان شوي او ۱۶۳ نور ټپیان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې دغو بریدونو پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه راپارولي او د افغانستان یوشمېر پخوانیو چارواکو او نړیوالو څېرو د تاوتریخوالي د کمولو او د خبرو اترو له لارې د اختلافاتو د هواري غوښتنه کړې ده.
تازه خبرونه
خلیلزاد د پاکستان هوايي بریدونه وغندل او د اسلامآباد د نیت په اړه یې پوښتنې راپورته کړې
زلمي خلیل زاد زیاته کړې؛ ما تل د پاکستان له لوري د بېګناه افغانانو وژنه غندلې او نن یې هم یو ځل بیا غندم.
له افغانستان سره د اختلافاتو د هواري لپاره د نړۍ او د پاکستان د ډېرو خلکو د خبرو اترو د غوښتنو له پامه غورځولو وروسته پاکستان یو ځل بیا پر افغانستان برید کړی، چې له کبله یې یو ځل بیا ګڼ شمېر کسان وژلي او ټپیان شوي دي.
زلمي خلیل زاد زیاته کړې؛ ما تل د پاکستان له لوري د بېګناه افغانانو وژنه غندلې او نن یې هم یو ځل بیا غندم.
نوموړي ویلي؛ اسلامآباد هغو ګڼو نظریو او وړاندیزونو ته هيڅ ځواب نهدی ویلی؛ خو پاکستان اوس هم هیڅ رغنده هڅه او مثبت غبرګون نهدی ښودلی.
خلیلزاد پوښتني؛ آیا اسلامآباد رښتیا هم د یوې هوکړې غوښتونکی دی؟
آیا دا شخړه د اسلامآباد له نظره هماغه ده، چې ادعا یې کوي؟ که د پاکستان واکمن پوځي جوړښت په حقیقت کې نورې موخې لري؟ که داسې وي، هغه موخې به څه وي؟
آیا موخه یې یو بېثباته افغانستان دی؟
آیا د پاکستان پوځي جوړښت د چین له لوري د دې لپاره امتیازات ترلاسه کوي او غواړي داسې شرایط رامنځته کړي، چې افغانستان د چین د لا ډېر نفوذ لپاره چمتو شي؟ یا دواړه؟
که د پاکستان موخې همدا وي؛ نو دا د امریکا له ګټو سره په ټکر کې دي؛ ځکه ډېره بېثباتي ښايي د امریکا ضد ترهګرو، په ځانګړي توګه داعش-خراسان، ته خوندي پټنځایونه برابر کړي. همدارنګه، په افغانستان کې د چین د نفوذ زیاتوالی هم یوه جیوپولیټیکي ننګونه ګڼل کېږي.
خلیلزاد وایي؛ که دا په رښتیا د پاکستان اصلي موخې وي، نو دا د حیرانتیا خبره نهده، چې د دغه هېواد پوځي جوړښت یې په ښکاره نهبیانوي.
تازه خبرونه
په افغانستان کې د پاکستان د وروستيو هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت زیاته کړې؛ د پکتیا ولایت د څمکنۍ ولسوالۍ د مندوخېل کلي پر یوه ملکي کور د پاکستاني جیټ الوتکو د بمبارډ له کبله لومړی د کور یو سپینږیری او یو ماشوم «شهیدان» او د کور نور غړي ټپیان شول.
د پاکستان پوځي رژیم د تېرې شپې په هوايي بریدونو کې، چې د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو استوګنیزې سیمې یې پر نښه کړي؛ تر دې مهاله ۳۶ ملکي وګړي شهیدان او ۱۶۳ نور ټپیان شوي دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت زیاته کړې؛ د پکتیا ولایت د څمکنۍ ولسوالۍ د مندوخېل کلي پر یوه ملکي کور د پاکستاني جیټ الوتکو د بمبارډ له کبله لومړی د کور یو سپینږیری او یو ماشوم «شهیدان» او د کور نور غړي ټپیان شول.
د نوموړي په څرګندونو کې راغلي؛ له بمبارډ وروسته هغه کلیوال، چې د ژغورنې لپاره راټول شوي وه، تر دوهیم برید لاندې راغلل، چې له کبله یې ۲۸ کسان« شهیدان» او ۱۵۸ نور ټپیان شوي دي.
همدارنګه د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ د ولوست کلي پر یوه ملکي کور په هوايي برید کې شپږ کسان، چې ډېری یې ښځې او ماشومان ول «شهیدان» شوي دي.
دغه راز د کونړ ولایت د منورې ولسوالۍ د برولو کلي پر یوه ملکي کور هم هوايي برید شوی، چې له کبله یې کور بشپړ ویجاړ شوی؛ خو ځاني مرګ او ژوبله نهده اوښتې.
ویل کیږي، چې په دغو بریدونو کې درې کورونه بشپړ ویجاړ شوي دي.
-
International Sports1 day agoد مسي غوره ځلېدنه؛ ارجنټاین د بشپړې بریا پر خپلولو د ۲۰۲۶ نړیوال جام حذفي پړاو ته ورسېد
-
تازه خبرونه2 days agoافغانستان له ۴۷ کلونو وروسته د امنیت، یووالي او پرمختګ پړاو ته رسېدلی – شهاب الدین دلاور
-
څار2 days agoڅار: له اروپایي هېوادونو د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو بهیر ته اندېښنې
-
تازه خبرونه2 days agoد ریښتر پر کچه ۶.۱ درجې زلزلې د افغانستان ځینې سیمې ولړزولې
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoپه فارس خلیج کې د ایران او امریکا کړکېچ سخت شوی؛ متقابل بریدونه، نوې تورونه او د سولې د هوکړې د ماتېدا اندېښنې
-
تازه خبرونه1 day agoله ملګرو ملتونو سره په پراختیايي پروژو کې خپلې همکارۍ روانې ساتو – امیرخان متقي
-
تازه خبرونه1 day agoپه نیویارک کې شانګهای همکاریو ټولنه او ملګري ملتونه پر افغانستان راوڅرخېدل
-
لوبی1 day agoافغانستان او ازبکستان په خوست کې دوستانه شلآوریزه لوبه کوي
