سیمه ییز خبرونه
سږکال په هرات کې ۳۰۰ خواريکښ ماشومان له حرفوي پروګرامونو برخمن شول
د هرات ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست څرګنده کړې، هر کال څه باندې ۲۰۰۰ خواریکښ ماشومان له سړکونو راټولوي او د تخنيکي او حرفوي زدهکړو په پروګرامونو کې يې روزي.
د دغه رياست د مسوولينو د معلوماتو له مخې؛ د روان کال په لومړيو مياشتو کې شاوخوا ٣٠٠ ماشومان په تخنيکي او مسلکي پروګرامونو کې شامل شوي دي.
د هرات ولايت د کار او ټولنيزو چارو مرستيال عبدالله سوري ويلي: د روان کال له څو میاشتو راپدیخوا مونږ شاوخوا ۵۰۰ خواریکښ ماشومان سروې کړل، چې ۳۰۰ يې په تخنيکي او مسلکي پروګرامونو کې تر روزنې لاندې ونیول شول.
دغه راز په دې وروستیو کې یوه مرستندویه بنسټ ۱۰۰ یتیمو او بېوزله ماشومانو ته د تخنیکي او مسلکي زدهکړو زمینه برابره کړې ده، چې په راتلونکیو ۶ میاشتو کې به د ګنډلو، د ګرځند تیلیفونونو رغولو او نورو مسلکونو له زدهکړو برخمن شي.
د دغه بنسټ مسوولین وايي، موخه یې یتیمو او بېوزلو ماشومانو ته د کار زمینه برابرول دي.
د دغه بنسټ مسوولین وايي، په روان کال کې یې ۲۰۰ ماشومان د تخنیکي او مسلکي زدهکړو تر پوښښ لاندې نیولي دي.
د دغه بنست مشر عبدالظاهر ارشاد ویلي: د هرات ښار له بېلابېلو سیمو څخه ۱۰۰ یتیم او اړمن ماشومان سروې شوي او نن به انشاالله د دوی د زدهکړې ورکشاپ، چې د ګنډلو، ګرځند رغولو او نورو حرفو زدهکړې یې لیدلي؛ د اسلامي امارت د مشرانو لخوا ټولنې ته وړاندې شي.
افغان کارپوهان په دې باور دي، چې په اوسنيو شرايطو کې د دغو ماشومانو لپاره د ډېرو نورو زدهکړو زمينې برابرول پکار دي او دولت مکلف دى، چې د مرستندويه بنسټونو پر همکارۍ د دغو ماشومانو د کورنيو ترڅنګ د هغوى پالنه هم وکړي.