تازه خبرونه
سږ کال به یوازې ۱۳ زره افغانان د حج په مراسمو کې برخه واخلي
د حج او اوقافو وزارت ويلي؛ د سعودي عربستان لخوا د افغانستان لپاره د ټاکل شوې ونډې له مخې به د افغان حاجیانو شمېر ۱۳ زره ته ورسېږي.
د دغه وزارت ویاند ويلي؛ په سعودي عربستان کې د افغانستان سفارتونه او قونسلګرۍ افغان حاجیانو ته قونسلګرۍ خدمات وړاندې کوي.
د اسلامي امارت سږکال د حج د عاجلو درخواستونو د حل لپاره د عبدالسلام حنفي په مشرۍ یوه کمیټه جوړه کړې ده.
د حج او اوقافو وزارت څرګنده کړې؛ د نورو هېوادونو په څېر به سعودي عربستان ته هم د افغان حاجیانو د لېږد بهیر په یوه میاشت کې بشپړ شي.
سعودي عربستان سږ کال د افغانستان لپاره ۱۳ زره ونډه ټاکلې، چې د حج او اوقافو وزارت په کې هغه کسان هم شامل دي، چې په تېرو کلونو کې یې نوملیکنه کړې ده.
که څه هم د افغانستان نوی حکومت تر اوسه د سعودي عربستان لخوا په رسمیت ندی پېژندل شوی؛ خو حاجیانو ته د قونسلګري خدمات وړاندې کوي. په ورته وخت کې د افغانستان سفارت او قونسلګرۍ افغان حاجیانو ته د قونسلګرۍ خدمات وړاندې کوي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویاند فضل محمد حسیني ویلي: که څه هم د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د حج او اوقافو وزارت د ټولو حاجیانو د خدمتونو د وړاندې کولو توان لري او د حاجیانو د ستونزو د حل لپاره یوه کمېټه جوړه شوې ده.
اسلامي امارت د لومړي وزیر د دوه یم مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ یوه کمیټه جوړه کړې ده.
د افغانستان ونډه د تېرو کلونو په پرتله ډېره کمه ده؛ نو اسلامي امارت وايي، سږکال به د حاجیانو لپاره نور ښه خدمات وړاندې شي.
د سږ کال په حج کې د افغان ونډې پر کموالي سربېره د ښوونکیو کمښت، د درملو نشتوالی او پر الوتنو بندیز د حاجیانو له ستونزو څخه دي.
په تېرو کلونو کې څه باندې ۳۰ زره افغانانو د حج په مراسمو کې ګډون کړی و؛ خو په تېرو درې کلونو کې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د سعودي حکومت سخت بندیزونه لګولي او د هېوادونو ونډه یې کمه کړې ده.
تازه خبرونه
بیجینګ دې له کابل سره د ترهګرۍ په اړه خبرې وکړي – اسلامآباد
د پاکستان د پلان او پراختیا وزیر احسان اقبال ويلي، اسلامآباد له بیجینګ غواړي، چې له کابل سره د تروریزم پر موضوع خبرې وکړي.
احسان اقبال له امریکا غږ سره په مرکه کې، چې نن یکشنبه (د غویی دېرشمه) خپره شوې؛ ویلي، پاکستان په افغانستان کې د میشتو ترهګرو ډلو په اړه اندېښنه لري، چې له دغه هېواده بهر ترهګریز فعالیتونه کوي.
هغه زیاته کړې: هغه ترهګر، چې د چینايي کارګرانو پر وړاندې یې وروستۍ پېښه کړې هم له افغانستان راغلي؛ نو زما په اند دا د اندېښنې وړ دي. مونږ هیله لرو، چې چین به هم افغانستان قانع کړي؛ ځکه افغانان هم په سیمه کې د چین واکمنۍ ته غوږ نیسي.
دغه پاکستاني چارواکي ویلي؛ په افغانستان کې د کړکېچ له کبله پاکستان ندی توانېدلی، چې په خپلو بېخبناوو کې پانګونه وکړي.
هغه افغانستان ته په نغوته کې ویلي، چې پاکستان له چین سره هوکړه کړې، چې د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز په پروژه کې درېیم هېواد هم شامل کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم اسلامي امارت د پاکستانيو چارواکو اړوند امنیتي تورونه رد کړي.
تازه خبرونه
په فاریاب کې سیلابونو ۱۸ کسان مړه او سلګونه کورونه ویجاړ کړل
د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت څرګنده کړی، چې په فاریاب ولایت کې تېره شپه سېلابونو ۱۸ کسان مړه او دوه نور ټپیان کړي دي.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې سیلابونو په پښتونکوټ، المار، قیصار، بلچراغ، خیبر او دولتآباد ولسوالیو کې راوتلي دي.
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ د سېلابونو له کبله ۵۶۰ کورونه، ۸۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه، ۱۱۰ پلورنځي او یو ګرځنده روغتیایي مرکز ویجاړ شوي دي.
ویل کیږي، چې ۳۰۰ څاروي او دوه زره میوه لرونکې ونې له منځه تللې دي.
تازه خبرونه
له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون په رسمي جریده کې خپور شو
د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د څرګندونو له مخې؛ د سوالګرو راټولولو او له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون، چې په یوه مقدمه، ۳ فصلونو او ۲۷ مادو کې ترتیب شوی؛ د اسلامي امارت رهبر مولوی هبة الله اخوندزاده توشیح کړی او په رسمي جریده کې خپور شو.
د عدلیې وزارت ويلي؛ د دغه قانون له مخې روغ، کاسب او هغو کسانو لپاره، چې د یوې ورځې د خوراکي توکو د برابرولو وړتیا لري، سوال کول منع دي.
دا قانون د سوال کولو لپاره د ماشومانو او معلولینو کارول هم منع کوي.
د دغه قانون له مخې: هغه مسلکي سوالګر، چې د خلکو د خواخوږۍ د جلبولو په موخه له ماشوم، لیوني او معيوب څخه کار اخلي؛ د محکمې لهخوا پر يوه مياشت بند محکومېږي او تنظيموونکي يې تر شپږ مياشتو پورې پر بند محکومېږي.
په ۱۴۰۱ لمریز لېږدیز کال کې، د اسلامي امارت مشر د سوالګرو راټولولو امر وکړ، چې تر اوسه په لسګونو زره سوالګر راټول او په اړه یې بېلابېلې پرېکړې شوې دي.
-
د هوا حالاتو بدلونونه5 days ago
په تېرو ۲ زره کلونو کې د تېر کال اوړی له ټولو تود و – څېړنه
-
سوداگري4 days ago
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي د تاتارستان له ولسمر سره وکتل
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
پر رفح د اسرائیلو بریدونه په نړیواله محکمه کې ارزول کیږي
-
تازه خبرونه4 days ago
د تورخم لار لنډمهاله تړل کیږي
-
تازه خبرونه3 days ago
جاپان د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د بېړنیو مرستو ژمنه وکړه
-
نړۍ4 days ago
اروپايي ټولنې روسي رسنۍ هم د بندیزونو په نوملړ کې ورزیاتې کړې
-
لوبی1 day ago
راشد خان د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رسمي سوداګریز سفیر شو
-
سوداگري5 days ago
تېر کال د صادراتو او وارداتو ارزښت له ۱۰ میلیارډ ډالرو ډېر و – د احصائې ملي اداره