تازه خبرونه
سږ کال د ښځو د حقونو ۳۴۰۰ شکایتونه وارزول شول – امر بالمعروف
یاد وزارت نن(یکشنبه د کب اووهلسمه) ویلي، چې له تېرو لس میاشتو راپدېخوا د ښځو د حقونو په اړوند څانګو کې ۳۵۱۱ شکایتونه ثبت شوي دي.
د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د ښځو د شرعي حقونو د ډاډمنولو لپاره یې د ښځو د ستونزو اړوند زرګونه شکایتونه ارزولي او څارلي دي.
یاد وزارت نن(یکشنبه د کب اووهلسمه) ویلي، چې له تېرو لس میاشتو راپدېخوا د ښځو د حقونو په اړوند څانګو کې ۳۵۱۱ شکایتونه ثبت شوي دي.
د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ له دې شکایتونو څخه ۳۴۸۱ قضیې ارزول شوې دي او یوازې په تېره اوونۍ کې د کورني تاوتریخوالي ۷۳ قضیې او د جبري واده د ۹ قضیو مخنیوی او د ۱۵ ښځو د میراث حق خوندي شوی دی.
په خبرپاڼه کې دا ټینګار هم شوی، چې د اسلامي امارت د مشر د فرمان له مخې؛ د ښځو د شرعي حقونو د ډاډمنولو او د هغوی پر وړاندې د ظلم او بې عدالتۍ د مخنیوي لپاره هڅې روانې دي.
دې وزارت له هېوادوالو غوښتي؛ که د ښځو د حقونو له سرغړونو یا کورنیو ستونزو سره مخ شوئ؛ نو خپل شکایتونه اړوند چارواکو ته وړاندې کړئ، چې ورته رسېدنه وشي.