تازه خبرونه

سږ کال څه نا څه سل صرافان تښتول شوي او یا يې پیسې غلا شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه وايي، د روان کال له پیل راهیسي شاوخوا سل صرافان تښتول شوي او یايې پیسې غلا شوي.

په کابل کي د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه وايي؛ نږدې یوه میاشت وشوه، چي په سروبي ولسوالۍ کې له یو صراف څخه یو میلیون دالر تښتول شوي او عاملین يي هم نیول شويدي.

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویاند حاجي ځیرک وایي؛ عاملین نیول شوی، شواهد شته د ولسمشر له خوا هم ورته کمیسیون ټاکل شوی، خو اجرات نه کیږی.

هغه په ډاګه کړه، چې ځينې کړۍ اوس د دغو کسانو د خلاصون هڅه کوي.

د کابل امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې رییس فریدون عبیدي بیا وايي؛ تر هغې، چې د پېښې په اړه څېړنه بشپړه نه شي هیڅوک به له بند څخه آزاد نه شي.

هغه د صرافانو اندېښنې هم بی اساسه بولي او وایي، موږه تورن کسان نیولي او د پېښې په اړه مو څېړنه روا نه ده او هیڅوک نشي کولی، چي مجرمین له بنده خلاص کړی او مونږه د خپلو سوداګرو قضیه تر څیړني لاندي هم  نیولې ده.

د سوداګرۍ او صنایعو خو نې ویاند صیام پسرلی وايي، که د سوداګرو ستونزې حل نه شي؛ نو ښايي له هېواده  پانګه هم ووځي.

د هغه په وینا؛ د پانګوالو ځورونې لړۍ زوراخیستي حکومت باید دغې ستونزې ته د حل لار پیداکړي که دا سې نه شي د لته به څوک پانګونه ونه کړي.

د صنعتکارانو د ټولنی رییس سخي احمد پیمان وایي، ولسمشرغني دا خبره کړې وه که څوک پانګوال اختطاف او یايي په تکلیف کړي؛ نو هغه به اشد مجازت کړي.

د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوه  محمد شبیر بشیري روان حالت د اندېښې وړبولي او زیاتوي، چې که دولت د دغې ستونزې مخه ونه نیسي، د هیواد اقتصاد به سخت زیانمن شي.

حکومت مسوولیت لري، چې د پانګوالو مالي، ځاني او کاري مصونیت ته زمینه برابره او په ارامه فضا کې خپل کارونه مخ ته یوسي.

پانګوال خبر داری ورکوي  که حکومت د  پانګوالو ستونزې ختمې نه کړي؛ نو ښايي له هېواد څخه ټوله پانګه ووځي او که دا کار وشي مسوولیت به يي هم د حکومت په غاړه وي.

پانګوالو خپلي ستونزي په ځلونو له حکومت سره شریکي کړي؛ خو اندېښنې یې پخپل حال پاتې دي.خبریال اسلم حجاب.

Trending

Exit mobile version