لوبی
سکاتلند په ۲۰ اوریز نړلوال جام کې له استرالیا ماتې وخوړله
د اسټرالیا او سکاټلینډ ترمنځ سیالۍ په سنټ لوشیا کې ترسره شوې.
د کرکټ ۲۰ اوریزه نړیوال جام د ګروپ لوبو په لړ کې د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې په زړهراکښونکې لوبه کې سکاټلینډ ته د ۵ ویکټو پر توپیرماتې ورکړه.
دغه راز د سکاټلیند له ماتې سره انگلستان د ۲۰ اوریز نړیوال جام دوه یم پراو ته لار پیدا کره او سکاټلینډ له سیالیو ووت.
استرالیا مخکې له دې دوهیم پړاو ته لار موندلې وه.
د اسټرالیا او سکاټلینډ ترمنځ سیالۍ په سنټ لوشیا کې ترسره شوې.
د اسټرالیا لوبډلې د پچې پر ګټلو لومړی توپاچونه وکړه او سکاټلینډ د پېنځه لوبغاړو پر سوځیدو ۱۸۰ منډې جوړې کړې.
استرالیا دغه هدف په داسې حال کې، چې دوه توپونه پاټې وه د پېنځه لوبغاړو پر سوځیدو پوره کړ.
مطالب مرتبط:
حضرت الله ځاځي د مجیب الرحمن پر ځای په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې لوبیږي
هند با شکست امریکا به مرحلهای ‘هشت تیم برتر’ مسابقات ۲۰آوره جام جهانی کریکت راه یافت
لوبی
دروېش رسولي د آسیايي لوبو لپاره د افغان ابدالیانو کرکټ لوبډلې لوبډلمشر شو
رسولي له دې مخکې هم یو ځل د افغانستان لوبډلمشري کړې ده. هغه د قطر پر وړاندې په یوه شلآوریزه نړیواله لوبه کې لوبډلمشر و او د ۶۶ منډو پر جوړولو یې د افغانستان په بریا کې مهم رول ولوباوه .
افغانستان د جاپان په آیچي ـ ناګویا کې د ۲۰۲۶ز.کال آسیايي لوبو لپاره خپله ۱۵کسیزه کرکټ لوبډله اعلان کړې، چې دروېش رسولي یې لوبډلمشر ټاکل شوی دی. د دې لوبډلې په جوړښت کې یو شمېر ځوانو او مخ پر ودې لوبغاړو ته هم د نړیوال کرکټ په ډګر کې د لوبېدا فرصت ورکړ شوی دی.
رسولي له دې مخکې هم یو ځل د افغانستان لوبډلمشري کړې ده. هغه د قطر پر وړاندې په یوه شلآوریزه نړیواله لوبه کې لوبډلمشر و او د ۶۶ منډو پر جوړولو یې د افغانستان په بریا کې مهم رول ولوباوه .
نوي لوبډلمشر ۳۳ نړیوالې لوبې ترسره کړې دي. په داسې حال کې، چې کریم جنت او نجیبالله ځدراڼ ۸۰ او ۱۹۹ نړیوالې لوبې ترسره کړې دي. ننګیال خروټی په لوبډله کې یوازنی بل لوبغاړی دی، چې له ۱۰ ډېرې نړیوالې لوبې یې ترسره کړې دي.
تمه ده خروټی د ښيلاس توپاچوونکي عربګل مومند ترڅنګ د سپین توپ اچونې مشري وکړي. فرمانالله، عبدالله احمدزی او فریدون داوودزی د چټکې توپاچونې د برخې لوبغاړي دي. هر اړخیز لوبغاړي عصمت عالم او کریم جنت هم د توپ اچونې وړتیا لري.
یو شمېر لوبغاړو ته په شپږیزه کرکټ لیګ کې د ښې لوبې له کبله د افغانستان په لوبډله کې ځای ورکړ شوی دی.
محمد اکرم، چې په تېره شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو کې دوهیم تر ټولو ډېرې منډې جوړوونکی و؛ د دوامدارې ښې لوبې له کبله په لوبډله کې شامل شوی دی. خالد تڼیوال هم د لوړې منډهوهنې کچې له کبله غوره شوی دی.
عصمت عالم په دې سیالیو کې له غوره لوبغاړو څخه و. هغه د سیالیو د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه، ۲۹۴ منډې یې د ۱۶۸ منډو پر کچه جوړې کړې او نهه ویکټې یې هم واخیستې. د هغه د توپاچونې اوسط ۱۶.۷۷ و. نوموړي تر دې مخکې د افغانستان لپاره دوه ټسټ لوبې هم ترسره کړې دي.
فیصل شینوزاده هم په لوبډله کې شامل شوی، چې د فبرورۍ په میاشت کې یې د ۱۹ کلنو لوبغاړو د نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې د هند پر وړاندې سلیزه ووهله. حسن عیسیخېل، چې د افغانستان د پخواني ستوري محمد نبي زوی دی؛ هم په لوبډله کې شامل شوی دی.
د آسیايي لوبو د کرکټ سیالۍ به د سپټمبر له څلیریشتمې څخه د اوکټوبر تر درېیمې پورې په جاپان کې ترسره شي.
د افغانستان لوبډله: دروېش رسولي(لوبډلمشر)، محمد اسحاق(ویکټساتونکی)، محمد اکرم، حسن عیسیخېل، خالد تڼیوال، عمران میر، فیصل شینوزاده، نجیبالله ځدراڼ، فرمانالله، عصمت عالم، کریم جنت، ننګیال خروټی، عرب ګل مومند، فریدون داوودزي او عبدالله احمدزي.
لوبی
افغانستان د ایرلینډ پر وړاندې د پېنځه یو ورځنۍ لوبـو لړۍ وګټله
په دې لوبه کې رحمت شاه پر ۱۳۳ توپونو ۱۴۳ منډې وکړې او صدیقالله اتل هم پر ۱۱۲ توپونو ۹۸ منډې ترسره کړې.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د پېنځه یو ورځنۍ سیالیو د لړۍ په پېنځمه او وروستۍ لوبه کې ایرلینډ ته د شپږ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه او له دې بریا سره یې د لوبو دا لړۍ وګټله.
په دې لوبه کې رحمت شاه پر ۱۳۳ توپونو ۱۴۳ منډې وکړې او صدیقالله اتل هم پر ۱۱۲ توپونو ۹۸ منډې ترسره کړې.
د ایرلنډ کرېکټ لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو افغانستان ته د ۲۹۹ منډو هدف وټاکه؛ خو افغانستان دا هدف په ۴۸.۵ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ.
افغانستان له دې مخکې هم د دغو سیالیو له درې نورو لوبو څخه بریاوې ترلاسه کړې وې او لومړۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوې وه.
د یادونې ده، چې آریانا ټلویزیون د دغو پېنځه یو ورځنیو سیالیو لړۍ پر ژوندۍ بڼه خپره کړه.
لوبی
افغان کرکټ لوبډلې د نوې ریکارډ پر ثبتولو له ایرلینډ څخه د یو ورځنۍ سیالیو لړۍ وګټله
افغانستان اوس د سیالیو په لړۍ کې د ۳ ـ ۰ پر پایله مخکې دی.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د چارشنبې پر ورځ ایرلینډ ته پر ۴۲ منډو ماتې ورکړه او له دې هېواد سره یې د پېنځه یو ورځنۍ سیالیو لړۍ وګټله.
افغانستان لومړی توپوهنه وکړه او د ۹ لوبغاړو پر سوځېدو یې په ۵۰آورونو کې ۳۴۳ منډې وکړې. دا په یو ورځنۍ سیالیو کې د افغانستان تر ټولو ډېرې منډې دي.
صدیقالله اتل د ۱۲۰ توپونو پر لوبولو ۱۴۳ منډې وکړې او د افغانستان په توپوهنه کې تر ټولو ښه وځلېد. هغه ۱۷ څلوریزې او څلور شپږیزې ووهلې. ابراهیم ځدراڼ هم په ۱۱۸ توپونو ۱۰۷ منډې وکړې. دغو دواړو لوبغاړو ۲۳۱ منډې جوړې کړې او د افغانستان د ډېرو منډو په جوړولو کې یې مهم رول ولوباوه.
ایرلینډ په ځواب کې ۳۰۱ منډې وکړې او په ۴۸آورونو کې یې ټول لوبغاړي وسوځېدل. انډریو بالبرني ۱۰۹ او کورټس کامفر ۸۴ منډې وکړې؛ خو ونه توانېدل، چې خپله لوبډله بریا ته ورسوي.
یمین احمدزي د ایرلینډ څلور لوبغاړي وسوځول او راشد خان درې ویکټې واخیستې. راشد خان تر دې دمه په دغو سیالیو کې ۱۲ ویکټې اخیستې دي.
افغانستان اوس د سیالیو په لړۍ کې د ۳ ـ ۰ پر پایله مخکې دی.
لومړۍ سیالي د باران له کبله ترسره نهشوه. په داسې حال کې، چې افغانستان دوهیمه سیالي پر ۹۲ منډو او درېیمه هغه پر درې ویکټو وګټله.
د دواړو لوبډلو ترمنځ پېنځمه او وروستۍ سیالي به د شنبې پر ورځ د ایرلینډ په سټورمونټ کې ترسره شي.
دغه سیالي به په افغانستان کې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه د آریانا ټلوېزیون له لارې خپره شي.
-
تازه خبرونه4 days agoتاجکستان له هوايي حریم څخه د سرغړونې له کبله افغانستان ته اعتراضي یادښت واستاوه
-
تحول5 days agoتحول: د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزې همکارۍ
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان اقتصاد په تېرو پېنځه کلونو کې د پام وړ وده کړې – امارت اسلامي
-
نړۍ3 days agoپه انډونیزیا کې د ۷.۷ درجې زلزلې له کبله لږ تر لږه ۳۸ کسان مړه شوي
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoایراني پیلوټان مو نهدي نیولي؛ د یوه هغه مړی موندل شوی دی- قطر
-
نړۍ3 days agoد امریکا په میشیګان ایالت کې مرګونې ډزې؛ پېنځه کسان ووژل شول
-
تازه خبرونه3 days agoپه درواز کې یوه ښځه د«مخربو او فرصتطلبو کسانو» پر ډزو وژل شوې
-
تازه خبرونه3 days agoافغان ځواکونه به پر هره بیه له هېواد ساتنه کوي – د دفاع وزیر


