تازه خبرونه
سیمهییزه همکاري د افغانستان او پاکستان تر منځ له خبرو پرته ناشونې ده
قانت د یادې ناستې په څنډه کې ویلي: « مونږ کولی شوو ټولې ستونزې د خبرو له لارې حل کړو؛ خو باید هغه ټکي ته ورسېږو، چې نږدېکېدا په کې ناشونی نشي؛ ځکه په سیمهییزه همغږۍ کې ډېرې ګټې نغښتې دي».
د دوحې فورم د ناستو په لړ کې د افغانستان بهرنيو چارو وزارت د سټراټېژیکو څېړنو مرکز رییس عبدالحی قانت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اړتیا ته په نغوته کې ویلي، چې دا خبرې د سیمې د نږدېکېدا او نښلېدا لپاره اړینې دي.
قانت د یادې ناستې په څنډه کې ویلي: « مونږ کولی شوو ټولې ستونزې د خبرو له لارې حل کړو؛ خو باید هغه ټکي ته ورسېږو، چې نږدېکېدا په کې ناشونی نشي؛ ځکه په سیمهییزه همغږۍ کې ډېرې ګټې نغښتې دي».
هغه زیاته کړې؛ د افغانستان لپاره له پاکستان سره مثبتې اړیکې له هر څه ډېرې مهمې دي؛ خو وروستیو ستونزو ته یې داسې نغوته وکړه: « دا موضوع ډېره اړینه ده؛ خو په وروستیو کې د سوداګرۍ لارې د سیاسي فشار د وسیلې په توګه وکارول شوې او جغرافیه هم د فشار پر وسیله بدله شوې ده. دا کار په حقیقت کې د سیمې د همغږۍ ارزښت ته زیان رسوي ».
قانت د اوږدمهاله لید پر اړتیا ټینګار کړی او څرګندوي: « دا ډېره اړینه ده، چې پاکستان او افغانستان د دغو ستونزو د حل لپاره سره کېني. که دا بحرانونه دوام ومومي، د سیمې باور پر سیمهییزې نښلېدا او اتصال به له منځه ولاړ شي».
هغه له وروستیو ترینګلتیاوو سره – سره خپله لېوالتیا داسې ښکاره کړه: « زما پر اند دا ناورین لنډمهاله دی. د پاکستان او افغانستان اړیکې به هیله ده بېرته مثبت لوری خپل کړي او کولی شوو په افغانستان کې ټولې پیل شوې پروژې پر مخ یوسو او د افغانستان خاوره د ګواښ پر ځای د جنوبي آسیا او منځنۍ آسیا د نښلولو د مرکز په توګه وکاروو».
دغه راز په دې ناسته کې د ازبکستان د سټراټېژیکو او سیمهییزو څېړنو د بنسټ رییس ډاکټر الدور آریپوف، هم ویلي، چې: « مونږ په ازبکستان کې پدې باور یوو، چې بېلابېلې تګلارې اړینې دي. زمونږ دریځ روښانه دی: اقتصادي همکاري د افغانستان د ودې لپاره تر ټولو غوره او اغېزمنه وسیله ده ».
دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې سیمهییز مشران په جنوبي او مرکزي آسیا کې د اتصال او پراختیا د پیاوړتیا لپاره د اقتصادي همکاریو او ګډو پروژو په لټه کې دي.