تازه خبرونه
شیخ هبة الله اخوندزاده له ۲۱۵ عزم قول اردو لیدنه وکړه
ملي دفاع وزارت څرګنده کړې، چې په دې لیدنه کې مولوي هبة الله آخوندزاده د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا پر ساتنې ټينګار وکړ او د هېواد له ټولو پوځيانو يې وغوښتل، چې د خلکو د خدمت په لاره کې هر ډول مرستې وکړي.
د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسلامي امارت مشرتابه شیخ هبة الله آخوندزاده د لومړي ځل لپاره د هلمند ولایت له ۲۱۵ عزم قول اردو او اړوند قطعاتو څخه لیدنه وکړه.
د اسلامي امارت مشر د ځمکنۍ بشپړتیا پر ساتنه ټینګار وکړ او د هېواد له ټولو پوځیانو یې وغوښتل، چې خلکو ته په خدمت کې هر اړخیزه مرسته وکړي. اسلامي امارت مضشرتابه دې قول اردوته د بشپړې همکارۍ ډاډ هم څرګند کړ.
د اسلامي امارت مشرتابه مولوي هبة الله آخوندزاده په ډاګه کړې: د خاورې په ساتنه او د هېواد د امنيت په ټينګښت کې د امنيتي ځواکونو هڅې د ستاينې وړ دي او ځواکونه د دولت له بشپړې همکارۍ او ملاتړه برخمن دي. ټول نظامي منسوبين بايد له خلکو سره هراړخيزې مرستې وکړي.
یو شمېر کارپوهان د هېواد پوځي څانګو ته د اسلامي امارت د مشر سفر د هېواد د پوځ د مورال په لوړولو کې اغېزناک بولي.
د اسلامي امارت رهبر کله نا کله له دولتي بنسټونو څخه لیدنه کوي او ځينې پدې باور دي، چې غواړي د ادارو فعالیت له نږدې وڅېړي او د ادارو ستونزې حل کړي.