تازه خبرونه
صحرایي محاکمو ته د خلکو ورتګ نور د زغم وړ نه دی-عبدالله
د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس وایي، د وسلوالو مخالفینو صحرایي محاکمو ته د خلکو ورتګ نور حکومت ته د زغم وړنه دی.
د هېواد د څارنوالانو په پېنځمه سراسري ناسته کې دا ټینګار رامنځته شو، چې څارنوالان دې د عدالت خوندي کولو لپاره د هېواد ګوټ ګوټ ته ورتګ پیل کړي. په داسې حال کې، چې اوس هم عدالت ته د خلکو لاسرسی ناشونی دی.
اجرائیه رییس ټینګار کوي، چې په عدلي او قضایي نظام کې پر فساد د ککړو کسانو په وړاندې باید هیڅ راز زغم ونه شي.
اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وایي، په نظام کې د دوسیو زیاتوالی او د پولیسو او عدلي بنسټونو تر منځ په چارو کې نه همغږي هغه عوامل دي، چې خلک یې اړ کړي، چې د وسلوالو مخالفینو پرېکړو ته کیني.
لوی څارنوال هم وایی چې کلیوالي سیمو کې د عدلي بنسټونو نه شتون د دې سبب شوی چې دغه سیمې د نظام په وړاندې د مخالفت په مرکز واوړي.
د افغانستان په ولسوالیو او کلیو کې یوازې پوځي حضور عدالت ته د خلکو د لاسرسي لپاره بسنه نه کوي.
لوی څارنوال فرید حمیدي وایي؛ په کلیوالي سیمو کې د عدلي بنسټونو نه شتون د دې سبب شوی، چې دغه سیمې د وسلوالو مخالفینو لپاره د نظام پر وړاندې ستر مرکزونه جوړ او خلک له مخالفینو څخه د عدالت غوښتنه وکړي.
د عدالت تامین د سولې او ثبات مهم راز ګڼل کیږي.
د افغانستان د عالمانو سراسري شورا رییس قیام الدین کشاف ویلي، چې په ډېرو کلیو او ولسوالیو کې د اوسني حاکم نظام څانګې نشته. په اسلام کې نظام د عدالت خوندي کولو لپاره غوره ګڼل شوی دی.
ویل کیږي، چې د وسلوالو مخالفینو تر کنترول لاندې ساحو کې خلک خپلې حقوقي پرېکړې د وسلوالو مخالفینو تر چتر لاندې حلوي.
خبریال: باعث حیات