تازه خبرونه

په افغانستان کې مو د ځانګړي ځواک د نیولو موضوع تر څار لاندې ده – کاناډا

د ۲۰۲۱ په اګست کې د بدلونونو په جریان کې ډیویډ لاوري له افغانستان څخه د شاوخوا ۱۰۰ کسانو په وتلو کې مرسته کړې وه.

Published

on

د کاناډا لومړی وزیر جسټن ټروډو ويلي؛ په افغانستان کې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو د یوه پخواني غړي د نیول کېدو موضوع یې تر څار لاندې ده.

ټروډو دغه څرګندونې د شنبې پر ورځ ( د لړم پر شپږویشتمه ) د پیرو په پلازمېنه لیما کې د آسیا – پاسیفیک د اقتصادي همکاریو د غونډې په پای کې د یوې پوښتنې په ځواب کې کړې دي.

د کاناډا ټلویزیوني شبکې CTV د څو سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د کاناډا متقاعد عسکر ډیویډ لاوري د تېرې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ ) د لړم یو‌ویشتمه ) کابل ته له رسېدو لږ وروسته ونیول شو.

د راپور له مخې؛ تر اوسه معلومه نده، چې دغه کاناډايي وګړی چېرته ساتل کېږي.

د ۲۰۲۱ په اګست کې د بدلونونو په جریان کې ډیویډ لاوري له افغانستان څخه د شاوخوا ۱۰۰ کسانو په وتلو کې مرسته کړې وه.

هغه پخوا په افغانستان کې یوه خصوصي امنیتي شرکت درلوده.

اسلامي امارت تر اوسه د کاناډا د لومړي وزیر د څرګندونو په اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version