تازه خبرونه

طالبانو د جګړې کولو روحیه بایللې ده- صریق صدیقي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په کورنیو چارو او دفاع وزارتونو کې مسوولین په دې باور دي، چې د ملا اختر محمد منصور وژنې طالبان د جګړې په لیکو کې کمزوري کړي او د هغوی تر منځ خپلمنځي مخالفتونه ډېر شوي دي.

د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ وایي، د اختر محمد منصور  وژنې د طالبانو پر روحیې بده اغېزه کړی.

د هغه په وینا؛ په طالبانو کې د رهبرۍ بدلون د هغوی روحیه نوره هم کمزورې کړې ده.

یوه نیمه لسیزه کیږي،چې طالبانو په افغانستان کې د جګړې اور تود ساتلی؛ خو د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي، ځینې طالبان تسلیمي ته تیاری نیسي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، که څه هم پوره نه پوهیږم؛ خو پوه شوی یم، چې یوشمېر طالبان غواړي تسلیم شي. سره له دې ، چې یو شمېر طالبان له امنیتي ځواکونو سره په جګړه اخته دي؛ خو د جګړې کولو روحیه یې له لاسه ورکړې ده.       

د ملي دفاع وزارت ویاند وایي؛د وسلوالو او د هغوي د ملاتړو ګټه په دې کې ده، چې له جګړو لاس واخلي، او له سولې سره یو ځای شي.

د  ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وایي، وسلوال مخالفین او ګاونډ هېوادونه دې وپوهیږي، چې له افغانستان سره دوستي به دوی ته ګټه ورسوي نه جنګ او نښتې. اوس دا ډلې کمزورې شوي؛ هغه قومندانان ، چې شپه او ورځ به له مشرانو سره په اړیکو کې ول ښکاري، چې ارطباطات یې کمزوري شوي او پرې شوي دي.      

د اختر محمد منصور له وژل کیدو وروسته د امریکا ولسمشر بارک اوباما خبرداری ورکړ، چې ترهګر به په هر ځای کې هدف وګرځول شي.

خبریال : علی اصغري

Trending

Exit mobile version