تازه خبرونه

طالبانو د سیمې د استخباراتو په ملاتړ بې پیلوټه الوتکو ته لاسرسی موندلی

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۳۰, ۱۳۹۹)

د ولسي جرګې یو شمېر غړیو او پخوانیو پوځیان ویلي، چې د هوایي بریدونو د تر سره کولو لپاره د نوې تکنالوژۍ کارول هغه څه دي، چې یوازې د طالبانو وس پرې نه رسیږي او یو ځینې ګاونډ هېوادونه په  دې بریدونو کې لاس لري.

د طالبانو لخوا بې پیلوټه الوتکې کارول د افغان ځواکونو لپاره یو نوی سرخوږی دی؛ ځکه، چې په دې وروستیو میاشتو کې پر پوځي اډو د طالبانو دا ډول بریدونه ډېر شوي دي.

د کندوز د ولایتي شورا مشر محمد یوسف ایوبي څرګنده کړې؛ پر پامیر قول اردو له هوایي برید وروسته، طالبانو د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوه کنډک هوایي برید کړی دی.

پخواني پوځي دولت وزیري ویلي، چې په دې ډول بریدونو کې طالبان یوازې ندي او د سیمې هېوادونه په کې لاس لري.

نوموړي زیاته کړې؛ د پاکستان په ځینو سیمو کې آزاد بازارونه شته او طالبان له هغه ځایه بې پیلوټه الوتکې او پرمختللې وسلې تر لاسه کوي.

ملي دفاع وزارت که څه هم پدې اړه څه نه وایي؛ خو مخکې له دې ملي امنیت ریاست د دې ډول ټکنالوۍ کارول تائید کړې دي.

د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمیسیون مشر میر حیدر افضلي هم ویلي، چې د استخباراتي کمزورتیاوو له کبله طالبان پوځي اډو ته نږدې پوځي حضور لري.

پوځي کارپوهان که څه هم دا بریدونه خطرناک بولي؛ خو وایي، چې امنیتي او دفاعي بنسټونه کولی شي ترې آسانه مخنیوی وکړي.

Trending

Exit mobile version