تازه خبرونه
طالبانو د سیمې د استخباراتو په ملاتړ بې پیلوټه الوتکو ته لاسرسی موندلی
د ولسي جرګې یو شمېر غړیو او پخوانیو پوځیان ویلي، چې د هوایي بریدونو د تر سره کولو لپاره د نوې تکنالوژۍ کارول هغه څه دي، چې یوازې د طالبانو وس پرې نه رسیږي او یو ځینې ګاونډ هېوادونه په دې بریدونو کې لاس لري.
د طالبانو لخوا بې پیلوټه الوتکې کارول د افغان ځواکونو لپاره یو نوی سرخوږی دی؛ ځکه، چې په دې وروستیو میاشتو کې پر پوځي اډو د طالبانو دا ډول بریدونه ډېر شوي دي.
د کندوز د ولایتي شورا مشر محمد یوسف ایوبي څرګنده کړې؛ پر پامیر قول اردو له هوایي برید وروسته، طالبانو د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوه کنډک هوایي برید کړی دی.
پخواني پوځي دولت وزیري ویلي، چې په دې ډول بریدونو کې طالبان یوازې ندي او د سیمې هېوادونه په کې لاس لري.
نوموړي زیاته کړې؛ د پاکستان په ځینو سیمو کې آزاد بازارونه شته او طالبان له هغه ځایه بې پیلوټه الوتکې او پرمختللې وسلې تر لاسه کوي.
ملي دفاع وزارت که څه هم پدې اړه څه نه وایي؛ خو مخکې له دې ملي امنیت ریاست د دې ډول ټکنالوۍ کارول تائید کړې دي.
د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمیسیون مشر میر حیدر افضلي هم ویلي، چې د استخباراتي کمزورتیاوو له کبله طالبان پوځي اډو ته نږدې پوځي حضور لري.
پوځي کارپوهان که څه هم دا بریدونه خطرناک بولي؛ خو وایي، چې امنیتي او دفاعي بنسټونه کولی شي ترې آسانه مخنیوی وکړي.
تازه خبرونه
مولانا فضل الرحمن ته د کابل د سفر بلنه ورکړ شوه
دا بلنه د شکیب او فضل الرحمن د لیدنې پر مهال ورکړ شوې ده.
په پاکستان کې د افغانستان سفیر سردار احمد شکیب د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن ته بلنه ورکړې، چې د زمري د څلیریشتمې په مناسبت جوړېدونکو مراسمو کې ګډون وکړي.
دا بلنه د شکیب او فضل الرحمن د لیدنې پر مهال ورکړ شوې ده.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او پاکستان پر اړیکو او د سیمې پر امنیتي وضعیت خبرې کړې دي.
ځايي رسنیو راپور ورکړی، چې دا لیدنه په داسې حال کې شوې، چې د کابل او اسلامآباد اړیکې اوس هم له تاوتریخوالي او ستونزو سره مخ دي. دواړو لوریو د دوهاړخیزې همکارۍ د پراختیا او د شته کړکېچونو د کمولو پر لارو چارو هم خبرې کړې دي.
شکیب او فضل الرحمن د سیمې پر امنیت د اغېز لرونکو وروستیو بدلونونو په اړه خبرې کړي او د دواړو ګاونډ هېوادونو ترمنځ یې د ډېرو همکاریو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د افغانستان سفیر او د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر په داسې شرایطو کې، چې د دواړو هېوادونو اړیکې له پرلهپسې کړکېچونو سره مخ دي؛ د اړیکو د لارو د پرانیستې ساتلو او د کابل او اسلامآباد ترمنځ د تعامل د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار کړی دی.
په دې کتنه کې د همکاریو پر پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د کمولو د لارو چارو پر بحث راوڅرخېدل.
تازه خبرونه
فارغ شویو محصلانو ته د اسلامي امارت د رهبر پیغام؛ له اسلامي ارزښتونو دفاع وکړئ
د لوړو زدهکړو وزارت د اسلامي امارت د رهبر دغه پیغام نن چارشنبه د کابل پوهنتون د شاوخوا ۲۵۰۰ زدهکړیالانو د فراغت په مراسمو کې ولوست.
د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده د کابل پوهنتون له فارغ شویو زدهکړیالانو(محصلانو) غوښتي، چې له اسلامي ارزښتونو او شرعي احکامو دفاع وکړي او په هیڅ ډول شرایطو کې له خپل دین او مذهب څخه لاس وانخلي.
د لوړو زدهکړو وزارت د اسلامي امارت د رهبر دغه پیغام نن چارشنبه د کابل پوهنتون د شاوخوا ۲۵۰۰ زدهکړیالانو د فراغت په مراسمو کې ولوست.
په پیغام کې د والدینو او استادانو پر درناوي هم ټینګار شوی او له زدهکړیالانو غوښتل شوي، چې په ورځني ژوند کې تقوا، اخلاص، رښتینولي او امانتداري په پام کې ونیسي.
په پیغام کې له استادانو هم غوښتل شوي، چې زدهکړیالان له عقیدوي، فکري، اخلاقي، علمي او مسلکي پلوه سم وروزي؛ د هغوی ظاهري بڼې او سیرت ته پاملرنه وکړي، یووالي ته یې راوبولي او د هغوی د اخلاقي روزنې لپاره هڅې وکړي.
د یادونې ده، چې په ۱۴۰۵لمریز کال کې د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو او ۸۰ څانګو څخه شاوخوا ۲۵۰۰ زدهکړیالان فارغ شوي دي.
تازه خبرونه
د اوبو کمښت او بېسارې تودوخې پر کرنې فشار زیات کړی – افایاو
د دې ادارې په راپور کې، چې د ۲۰۲۶ ـ ۲۰۲۷ کرنیز فصل لپاره د افغانستان اوسنی کرنیز وضعیت او راتلونکی لیدلوری ارزوي، د اقلیمي وړاندوینو، له لرې واټنه د راټولو شویو معلوماتو او د هېواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې له کروندګرو سره د سلا مشورو پر بنسټ د هېواد کرنیز وضعیت ارزولی دی.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د افغانستان د ۲۰۲۶ کال د اګست په تازه کرنیز لیدلوري کې ویلي، د اوبو کمښت او د تودوخې لوړېدا د اوړي پر کرنیزو فصلونو او څړځایونو فشار زیات کړی دی.
د دې ادارې په راپور کې، چې د ۲۰۲۶ ـ ۲۰۲۷ کرنیز فصل لپاره د افغانستان اوسنی کرنیز وضعیت او راتلونکی لیدلوری ارزوي، د اقلیمي وړاندوینو، له لرې واټنه د راټولو شویو معلوماتو او د هېواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې له کروندګرو سره د سلا مشورو پر بنسټ د هېواد کرنیز وضعیت ارزولی دی.
د راپور له مخې، د کیمیاوي سرې د بیو لوړېدل هم د کروندګرو وړتیا ګواښي، چې د راتلونکي ژمي د غنمو په کرکیله کې پانګونه وکړي.
دوی وړاندویېنه کړې؛ د« النینو» پدیدې پیاوړتیا او په هند سمندر کې د مثبت«دوهګوني» رامنځته کېدا شونتیا ښیي، چې په راتلونکي ژمي او پسرلي کې به د اورښت کچه لوړه کړي؛ دا هغه څه دي، چې ښایي اوبو ته لاسرسی او د کرنیزو تولیداتو د زیاتېدا تمه ښه کړي.
دې ادارې خبرداری ورکړی، چې د اورښت زیاتوالی ښایي د سېلابونو، ځمکښوېدنې، کرنیزو محصولاتو ته د زیان او د څارویو د تلفاتو خطر هم زیات کړي.
-
تازه خبرونه5 days agoروسي شرکتونه په افغانستان کې د برښنايي وسایلو پر تولید پانګونه کوي
-
تازه خبرونه4 days agoروسیه د افغانستان له لارې هند سمندر ته د اوسپنېپټلۍ بدیله لار جوړول ارزوي
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان دفاعي تړون د ناټو پېنځمې مادې ته ورته دی -هاکان فیدان
-
تازه خبرونه4 days agoپه بلوڅستان کې د پاکستان ملاتړې ډلې له افغان پخوانیو امنیتي ځواکونو ګټه اخلي – راپور
-
لوبی4 days agoافغانستان ۲۰۲۷ کرکټ نړیوال جام ته لار وموندله
-
نړۍ4 days agoد جو بایډن سرطان نورو برخو ته خپور شوی او ډېر درد لري – بایډن زوی
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoایران د هرمز تنګي د پرانیستې لپاره امریکا ته خپل شرطونه وړاندې کړل
-
لوبی3 days agoآباسین ډیفنډرز کابل زلمي ته آسانه ماتې ورکړه
