تازه خبرونه
طالبانو د فاریاب ولایت په شيرين تگاب ولسوالۍ کې د ولسي ځواکونو۲۵ کسه وژلي
د فارياب امنيتي چارواکي وايي؛ طالبانو د “ولسي ځواکونو” هغه پېنځه ویشت تنه په ډزو وژلي، چې د پنجشنبې په ورځد دې ولايت په شيرين تگاب ولسوالۍ کې نيول شوي وه.
دغه راز طالبانود شيرين تگاب د استانه بابا سيمه هم نيولې ده.
دولتي سرچينو تېره ورځ ويلي وه، چې د دولت وسلوالو مخالفينو په استانه بابا کې له ولسي ځواکونوڅخه اته شپیته تنه کلابند کړي وه، چې يو شمېر یې وژل شوي او يو شمېر تریتم دي.
د فارياب د امنيه قوماندانۍ امنيت امر سمونوال بريالي پرواني بشرياروويل، چې طالبانو له دغو کسانو څخه پېنځه ویشت تنه له نيول کیدو وروسته په ډزو وژلي دي.
دى وايي، چې دغه کسان د دې ولايت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ اوسیدونکي وه او د استانه بابا سيمې ته له دولتي ځواکونو څخه د ملاتړ په موخه تللي وه.
د ده په وينا، له هغو کسانو څخه، چې د پنجشنبې په ورځپه استانه بابا سيمه کې تریتم شوي وه، شپږ ویشت تنه يې خپلو کورونو ته رسیدلي؛ خو د اووه لس نورو برخليک اوس هم نه دى څرگند.