تازه خبرونه

طالبانو د مسکو له غونډې تود هرکلی کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د طالبانو سیاسي دفتر ویاند په یوه خبرپانه کې د مسکو له غونډې تود هرکلی کړی دی.

د مسکو په ناسته کې روسې، چین او پاکستان پرېکړه کړې، چې چین او روسیه به د امنیت شورا له تور نوملړه د طالب مشرانو د نومونو له لیرې کولو ملاتړ وکړي.

محمد سهیل شاهین په ډاګه کړې؛ سیمه‌ییز هېوادونه اوس دې پایلې ته رسیدلي، چې طالبان یو نظامي او سیاسي ځواک دی او باید خبرې ورسره وشي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماريا زخاروا ویلي؛ درې واړو هېوادونو د افغانستان وضعيت او ناامنيو په اړه خبرې وکړې، له مخالفينو سره پر نرمۍ ټینګارشوی او درې واړو هېوادونو غوښتنه کړې، چې د سولې بهير د گړندي کولو په موخه دې د ځينو طالب مشرانو نومونه له تور نوملړه وویستل شي.

د طالبانو سیاسي دفتر ویاندمحمد سهیل شاهین د مسکو په ناسته کې کې د ملګرو ملتونو له تور نوملړه د طالب مشرانو د نومونو لیرې کولو غوښتنه په داسې حال کې  سمه ښودلې، چې ولسمشرغني یې پر لیکلو ټینګار کړی و.

د مسکو پر درې اړخیزه غونډه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، مشرانو جرګې او په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو قومندانانو نیوکې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکېب مستغني ویلي؛ دغه غونډه د افغانستان په اړه ده، افغان حکومت سره يې په اړه همغږي نه ده شوې او نه د غونډې په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

د روسیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو په ډاګه کړې، چې په راتلونکې ناسته کې به افغان حکومت ته هم بلنه ورکړشي.

د مسکو درې اړخیزه ناسته د دسمبر پر ۲۷د روسیې، چین او پاکستان د استازیو ترمنځجوړه شوې وه اودې ناستې ته افغان حکومت نه و بلل شوی.

Trending

Exit mobile version