تازه خبرونه
طالبانو له هند سره رغنده اړیکو ته ټټر وهلی
د طالبانو د قطر دفتر لوړپوړي غړي شېر محمد عباس ستانکزي آریانا نیوز ته ویلي: هر کله، چې نوی ډیلی د افغانستان سولې په بهیر کې مثبت ګام واخلي؛ دوی حاضر دي، له دې هېواد سره اړیکه ونیسي.
له ۲۰۱۹ راپدیخو د سیمې اړوند هېوادونو د امریک و روس او چین په ګډول له طالبانو سره خبرو ته راوړاندې شوی؛ خو هند د سیمې د نورو هېوادونو برعکس نه له طالبانو سره خبرې کړي او نه هم له دوی سره په یوه میز ناست دي او تر یوه بریده د سولې بهیر په اړه ناراضه هم ښکاري. اوس، چې امریکا غواړي هند له طالبانو سره خبرې وکړي او خپلې اندېښنې ور سره مطرح کړي؛ نو د طالبانو سیاسي دفتر آریانا نیوز ته ویلي، هند یا بل هر هېواد که د سولې په بهیر کې مثبت ګام واخلي، طالبان ور سره اړیکه ټینګوي.
په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر لوړپوړي غړي شېرمحمد ستانکزي ویلي: له هر چا سره خبرو ته چمتو دي؛ خو پدې شرط، چې خبرې اترې د سولې بهیر ګډوډولو او شخصي ګټو لپاره نه وي.
دغه راز هندي چارواکو ویلي؛ نوی ډیلي هغه مهال له طالبانو سره خبرې کوي، چې افغان حکومت په رسمیت وپېژني.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ امریکا هڅه کوي، چې د افغانستان سولې خبرو اترو کې هند ته ونډه ورکړ شي.
هندي رسنۍ ډي پرنټ د هغه هېواد د چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ تمه نه کیږي، چې د نریندرا مودي دولت خپل دریځ بدل کړي او په مستقیم ډول له طالبانو سره په خبرو اترو کې یوه برخه وي، تر هغې، چې امریکا یې اړه نکړي.
آزاد خبریال سمیع یوسف زی، چې د افغانستان د سولې بهیر له نږدې څاري وایي هند د افغانستان سیاسي نېام ته د طالبانو له راګرزیدنې اندېښمن دی.
هغه په دې باور دی، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کشمیر د آزادۍ زرګونه جنګیاليو په افغانستان کې هڅې لرلې. کله، چې امریکا له طالبانو سره د القاعده او نورو ډلو له ګواښه ډاډه شو؛ نو هند هم د ورته یوې ژمنې غوښتونکی شوی دی. خلیلزاد هڅه کړط، چې د هند اندېښنې طالبانو ته وړاندې کړي. اوس ښکاري، چې د طالبانو او ندیانو تر منځ اړیکه رامنځته کیدونکې ده.
په پاکستان کې پخوانی دیپلومات احمد سعیدي ویلي؛ هند د امریکا او طالبانو له هوکړې؛ ځکه اندېښمن دی، چې پاکستان ترې ګته پورته کوي؛ خو زلمي خلیلزاد هندي چارواکو ته ویلي، چې له طالبانو سره خپلې اندېښنې مطرح کړي.
هند د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان له روله خوښ ندی؛ خو له افغان حکومت سره له اړیکو خوښ دی.
زلمي خلیلزاد له دې خبرو وروسته له نوي ډیلي څخه پاکستان ته ولاړ. نوموړي د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه سره په لیدنه کې له اسلام آباد غوښټي، چې د تاوتریخوالي له کمي او په بیړه د افغانانود خپلمنځي خبرو له پیلولو څخه ملاتړ وکړي.
داسې ښکاري، چې له هند او پاکستان وروسته به خلیلزاد د طالبانو له سیاسي مشرانو سره د لیدنې لپاره قطر ته ولاړ شي؛ ځکه، چې په افغانستان کې د هند سوله ییز رول ورته د تینګار وړ ښکاري.
