Connect with us

تازه خبرونه

طالبانو په میدان وردګ کې ۲۸ ملکي وګړي تښتولي – پولیس

خپور شوی

د

Photo from social media

د میدان وردګ پولیسو ويلي، چې وسلوالو طالبانو په دې ولایت کې لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي تښتولي دي.

د میدان وردګ امنیه قومندانۍ په ډاګه کړې، چې طالب جنګیالیو نن سهار د جلریز ولسوالۍ د سیاه پیتاب  او پُل مهراب په اړوند سیمه کې ملکي موتر ودرول او ۲۸ ملکي وګړي یې ترې له ځان سره یوړل.

د پولیسو په وینا، د حصه اول بهسود د ولسوالۍ مسافر د کابل پر لوري روان ول.

پولیسو د دې کسانو د برخلیک په اړه نور جزئیات ندي ورکړي.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي؛ خو هغه سیمه، چې دا پېښه په کې رامنځته شوې د طالبانو تر څارنې لاندې ده.

تازه خبرونه

د ۲۰۲۵ ز.کال په وروستیو ۳ میاشتو کې ۱۴ پخواني ځواکونه وژل شوي – یوناما

یوناما زیاته کړې؛ دغه راز د خپلسرو نیولو او بندیانولو ۲۸ پېښې او د پخواني افغان حکومت له چارواکو او ځواکونو سره د ځورونې او بد چلند لږ تر لږه اووه قضیې ثبت شوې دي.

Published

on

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال په وروستیو درې میاشتو کې د افغان حکومت ۱۴ پخواني ځواکونه وژل شوي دي.

یوناما زیاته کړې؛ دغه راز د خپلسرو نیولو او بندیانولو ۲۸ پېښې او د پخواني افغان حکومت له چارواکو او ځواکونو سره د ځورونې او بد چلند لږ تر لږه اووه قضیې ثبت شوې دي.

د راپور له مخې: د پخواني حکومت هغه چارواکي او ځواکونه، چې په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي؛ د هغو کسانو په ډله کې ول، چې د غیرقانوني وژنو، خپلسرو نیولو او ځورونو سره مخ شوي دي.

په راپور کې د ښځو پر کار او حرکت بندیزونو، اعدامونو، دُرو وهلو او د انټرنیټ او مخابراتي خدماتو بندولو ته هم نغوته( اشاره ) شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې د مرستیالۍ یوه پلاوي انډونیزیا ته سفر وکړ

په دې پلاوي کې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د مرستیالۍ یو شمېر رییسان او همدارنګه د عامې روغتیا وزارت چارواکي دي.

Published

on

د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د دفتر د مشر حسیب الله احمدي پر مشرۍ یو اته کسیز پلاوی د انډونیزیا پلازمینې جاکارتا ته روان شو.

په دې پلاوي کې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د مرستیالۍ یو شمېر رییسان او همدارنګه د عامې روغتیا وزارت چارواکي دي.

دا سفر په کابل کې د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو د دفتر پر رسمي بلنه او د جاپان پر مالي ملاتړ ترسره کیږي.

د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ پلاوی به په هغه غونډه کې ګډون وکړي، چې موخه یې د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه او د روږدو کسانو د درملنې په اړه د همکارۍ پیاوړتیا ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

په تېر کال کې د پاکستان د بریدونو له کبله ۵۴۸ ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې

یوناما څرګنده کړې: دا له ۲۰۱۱ کال راپدېخوا، چې له هغه وخت څخه یې د دې ډول پېښو منظم ثبت پیل کړی؛ تر ټولو لوړ شمېر دی.

Published

on

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) د تازه راپور له مخې؛ د ۲۰۲۵ ز. کال په وروستیو درې میاشتو کې د پاکستان د پوځ د بریدونو له کبله ۷۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۷۸ نور ټپیان دي.

یوناما څرګنده کړې: دا له ۲۰۱۱ کال راپدېخوا، چې له هغه وخت څخه یې د دې ډول پېښو منظم ثبت پیل کړی؛ تر ټولو لوړ شمېر دی.

د یوناما د څرګندونو له مخې؛ د اوکټوبر د نښتو او ځاني زیانونو لوړه کچه، چې د اوکټوبر له لسمې څخه تر اووه‌لسمې پورې هغه مهال رامنځته شوې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی زورواخیست.

د اوکټوبر پر یوولسمه او دولسمه د پکتیا، کونړ او هلمند ولایتونو د استوګنې سیمې د پاکستان تر بریدونو لاندې راغلې دي.

د اوکټوبر پر پېنځلسمه تر ټولو خونړۍ ورځ وه؛ پدې ورځ د کندهار په سپین‌بولډک کې د نښتو او هوايي بریدونو، په کابل کې د چاودنو او همدارنګه په خوست او پکتیکا کې د پېښو له کبله ۳۵ کسان ووژل شول او ۴۲۲ نور ټپیان شول.

سره له دې، چې د اوکټوبر د پېنځلسمې پر ماښام اوربند اعلان شو؛ خو یوناما په ورپسې ورځو کې نورې پېښې هم ثبت کړي، چې د اوکټوبر پر اووه‌لسمه د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې پر یوه هوایي برید ۱۱ ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد آریانانیوز ته په یو غږیز پیغام کې د یوناما دغه راپور تائید کړی او څرګندوي، چې د پاکستان په بریدونو کې د افغان لوبغاړو په ګډون ملکي افغانان وژل شوي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!