تازه خبرونه

طالبان به د یو پراخ ستراتیژیک مرکز په رامنځته کولو کې بریالي نشي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ناتو په مشرۍ په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند​ جنرال چارلز کلیفلند​ وايي،چې طالبان نه‎شي کولی په افغانستان کې یوه سیمه ونیسي او له هغې څخه د خپل ستراتیژیک مرکز په توګه کار واخلي.

جنرال چارلز کلیفلند،چې پرون د ویدیو کنفرانس له لارې له کابله په بروکسل کې خبریالانو ته څرګندونې کولې هغو اندېښنو ته یې اشاره وکړه،چې ګنې طالبان غواړي په هلمند یا پکتیا کې یوه لویه ساحه ونیسي او د خپل مرکز په توګه کار ترې واخلي.

په دې وروستیو کې د چارواکو او څارونکیو په حواله په راپورونو کې وویل شول،چې ګنې طالبان د پاکستان د استخباراتو په مرسته غواړي د کوټې شورا هلمند ته او د حقاني شبکې مرکز پکتیا ولایت ته انتقال کړي.

جنرال کلیفلنددا هم په ډاګه کړې، چې افغان ځواکونو طالبان د خپلو اهدافو ترلاسه کولو ته پرې نه‎ښودل.

Trending

Exit mobile version