سیمه ییز خبرونه

طالبان دې د بې گنا افغانانو له وژلو او ښوونځيو ورانولو لاس واخلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسمشر حامد كرزي د لوى اختر له لمانځه وروسته يو ځل بيا له طالبانو وغوښتل، چې د افغانستان د خلكو له وژنو او د دوى د اولادونو د ښوونځيو او مدرسو له ورانولو لاس پرشي.

ولسمشر كرزي د جمعې په ورځ( د لړم ۵) د نيكمرغه لوى اختر په مناسبت ټول افغان ولس ته مباركي وويله او د هېواد ټولو وسله والو ځواكونو ته په خطاب كې يې وويل، چې:

افغان ولس به هيڅكله د خپلو ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت د سرتېرو سرښندنې هېرې نكړي.

ولسمشر كرزي، چې په ارگ كې يې له خبريالانو سره خبرې كولې، د پاكستان د ولسمشر آصف علي زرداري او د دې هېواد د تحريك انصاف گوند د مشر عمران خان لخوا د مثپتو پيغامونو په ترلاسه كولو خوښي څرگنده كړه او ټينگار يې وكړ، چې ترهگري د افغانستان او پاكستان لپاره گډ ګواښ دى او هيله يې وښوده، چې پاكستان نوربايد د ټروريزم درد او كړاو درك كړى وي.

ولسمشرحامد كرزي د افغانستان خلكو ته ډاډ وركړ، چې:

د افغانستان د رښتينو بچيو په زيار او كوښښ سوله اوثبات تامينيږي او بايد له ۲۰۱۴ ز.كال وروسته د وضعيت په اړوند اندېښنه ونكړي.

ولسمشر كرزي دغه راز د نړۍ ټول مسلمان امت ته د برياليتوب د غوښتنې په ترڅ په سوريه كې د اختر په وياړ د شوي اوربند په اړه خوښي ښكاره كړه او هيله يې څرگنده كړه، چې په سوريه كې څلور ورځنى اوربند به په دې هېواد كې د دايمي سولې لامل شي.

د نيكمرغه لوى اختر د دغو ځانگړيو مراسمو په ترڅ كې د ولسمشر مرستيالانو، د كابينې ځينو وزيرانو او يو زيات شمېر كابل ښاريانو گډون كړى و.

Trending

Exit mobile version