سیمه ییز خبرونه

طالبان د افغانستان د يو شمېر ناراضو خلكو پر پيسو وسلې او جنگي مهمات اخلي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كورنيو چارو وزارت د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې رييس وايي:

د دولت وسله وال مخالفين تراوسه هم په ليرې پرتو او غرنيو سيمو كې د ټوپك په زور له خلكو عشر و ذكات ټولوي او له دې لارې تمويليږي.

په همدې وخت كې دغه وزارت په كابل كې د يوې جنايي پېښې مخه  هم نيولې ده .

كه څه هم د افغانستان په لويو ښارونو كې د دولت د وسله والومخالفينو او په ځانگړي توگه طالبانو فزيكي حضور لږ احساسيږي، خو په ليرې پرتو او غرنيو سيمو كې طالبان اوس هم د خلكو لپاره يو امنيتي گواښ دى.

د كورنيو چارو وزارت د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې رييس عبدالرحمن رحيمي له آريانا تلويزيون سره په خبرو كې وويل:

ځينې وختونه وسلوال مخالفين او په ځانگړي توگه طالبان له خلكو څخه په زور عشر و ذكات را ټولوي او پرهغو وسلې او مهمات اخلي.

عبدالرحمن رحيمي زياتوي:

پوليسو همدا راز په دې ورستيو كې له وسلوالو طالبانو سره د تړاو له مخې دېرش بوجۍ تورجلغوزي، چې سلگونه زره افغانى ارزښت لري تر لاسه كړي دي.

دغه راز پوليسو د جعلي پاسپورټونو، تذكرو او د محكمو د جعلي وثيقو په تور هم ځينې مجرمين نيولي دي. په كابل كې پوليسو دوه هغه كسان هم نيولي، چې غوښتل يې له وسلو سره ښار ته د ننه شي او په ورانكارو فعاليتونو لاس پورې كړي.

په كابل ښار كې له يوې څاه  څخه د يو مړي پيدا كول بله هغه پېښه ده، چې د كابل ښار له جنايي جرمنو سره د مبارزې پوليس ورته اشاره كوي او په دغه پېښه كې د لاس لرلو په تور د يو شمېر كسانو له نيولو خبر وركوي.

د كورنيو چارو وزرات هڅه كوي، چې د وسلوالو طالبانو د بېلابېلو تاكتيكونو مخنيوى وكړي.

Trending

Exit mobile version