تازه خبرونه

طالبان د سولې په ځنډېدلیو خبرو کې د ډېر واک غوښتنه لري – خلیلزاد

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۳, ۱۴۰۰)

د امریکا ځانګړي استازي د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې طالبان او د کابل حکومت د امریکا تر ملاتړ لاندې د سولې د راوستلو په خبرو کې د واټن لرونکي دي او طالبانو په هر نوي حکومت کې د ډېر واک غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د امریکا د پخواني ډیپلوماټ زلمي خلیلزاد ترخه ارزونه د ولایتي مرکزونو پر لوري د طالبانو له پرمختګونو سره همهاله په ډاګه کیږي، چې په کې لسګونه زره ملکي وګړي ځاني زیانمن شوي او له خپلو کورونو بې ځایه شوي هم دي. په داسې حال کې، چې د امریکا پوځي شتون له ۲۰ کلنې جګړې وروسته مخ پر پای ته رسېدو دي.

خلیلزاد د آسپن په آنلاین امنیتي کنفرانس کې ویلي: پت روان پړاو کې دوی (طالبان) غوښتنه کوي، چې پوځي وضعیت ته په کتو په راتلونکي حکومت کې د واک له ډېرې برخې برخمن شسي.

اوسمهال د امریکایي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د غني اداره په اوسني حکومت کې د طالبانو پر وردننه کولو راڅرخي.

خلیلزاد په دې اړه وایي،  چې سوله یوازې د اوربند او خبرو اترو له لارې ترلاسه کیدی پر یو انتقالي حکومت رامنځته کېدی شي.

خلیلزاد دا هم ویلي، چې د طالبان د ادعاوو له مخې د غني حکومت “د پوځي اشغال پایله ده” او دوی د انتقالي حکومت او اساسي قانون په اړه وهکړه غواړي.

د افغان سولې د امریکایي استازي زلمي خلیلزاد پر اند د جګړې د دواړو خواوو تر منځ واټن پراخه شوی؛ دوی هڅه کوي د جګړې په ډګر کې امتیازونه تر لاسه او بیا د سولې خبرې پیل کړي.

خلیلزاد ویلي، چې روانه ۴۰ کلنه شخړه نوره مشروعیت نلري؛ جګړه دې ودریږي او د واکوېش لپاره دې افغانان نه وژل کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د سې شنبې پر ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن او د افغانستان د ولسمشر اشرف غني ترمنځ ټیلیفوني خبرې د دوحې پر ځنډیدلیو خبرو راڅرخېدلي او د اړتیا له مخې یې پر چټکو خبرو پیلولو هوکړه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس په په ډاګه کړې؛ همدارنګه بلینکن او غني د طالبانو روان بریدونه او د ملکي وګړیو بې ځایه کیدل غندلي دي.

پرایس خبریالانو ته څرګنده کړې؛ که طالبان له خبرو ډډه وکړي ځانته به پاتې شي او لویه اندېښنه مو داده ، چې دا هېواد به د کورنۍ جګړې ښکار شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه اته بجې د کابل ښار په شېرپور کې د د فاع وزارت د چارسمبالي پر کور طالبانو له موټر بم وروسته ډله ییز برید وکړ، چې د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې په دې برید کې ۸ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

Trending

Exit mobile version