تازه خبرونه

طالبان د ډېرو موخه ییزو وژنو مسوول دي ـ اروپایي ټولنه

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۲, ۱۳۹۹)

اروپايي ټولنه، ناټو او په افغانستان کې د یو شمېر بهرنیو هېوادونو سفارتونو نن (یکشنبه د سلواغې ۱۲) په یوه ګډه اعلامیه کې څرګنده کړې، چې طالبان د ډېرو موخه ییزو وژنو مسوول دي.

په دې ګډه اعلامیه کې راغلي؛ دوی په افغانستان کې وژنې، سړي تښتونې او د بېخباوو ویجاړول غندي او هغه د طالبانو کار بولي.

د اروپایي ټولنې په اعلامیه کې څرګنده شوې، چې د طالبانو موخه ییز تاوتریخوالی چاپېریال ناامنه کوي او که ونه درېږي د نړۍ غصه به راوپاروي.

دې ګډې اعلامیې په ډاګه کړې؛ اروپایي ټولنه، ناټو، اسټرالیا ، کاناډا، چک جمهوریت، ډنمارک، فنلینډ، فرانسه، جرمني، هالینډ، هسپانیه، سویډن، انګلستان، ایټالیا او امریکا ډیپلوماټیک ماموریتونه تښتونې، او وژنې غندي او څرګندوي، چې په دې تاوتریخوالي کې مدني ټولنې، قضایه قوې، رسنۍ، مذاهب، طب او ملکي حکومتي خلک وژل کیږي.

د دغو څرګندونو له مخې؛ د طالبانو تاوتریخوالي یو داسې ناامنه چاپېریال رامنځته کړی، چې ترهګرې ډلې په کې پراخې هڅې تر سره کوي.

په اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي، چې دغه تاوتریخوالی پای ته ورسوي او پر افغان حکومت هم غږ شوی، چې د دغو بریدونو په اړه رڼې څېړنې تر سره کړي.

دوی په ډاګه کړې؛ نړیوالې ټولنې د انرژۍ، خوراکي توکو، امنیت، د اوبو سرچینو او د سړکونو په بېخبنا کې د افغانستان د خلکو لپاره ډېره پانګونه کړې. مونږ د طالبانو لخوا د سړکونو، مخابراتي شبکو او د برښنا بندونو ته زیان رسول غندو.

د ولسمشر لومړي مرستیال  امرالله صالح د اروپايي اتحادیې له دغې هڅې هرکلی کړی او څرګندوي: مونږ د اروپايي ټولنې او په کابل کې د نورو سفارتونو له دې  دریځه هرکلی کوو، چې د طالبانو لخوا د بې رحمانه تاوتریخوالي غندنه یې کړې ده.

هغه زیاته کړې؛ طالبان باید پوه شي، چې افغانستان اوس بدل شوی دی.

وسلوالو طالبانو تر دې دمه رسنیو ته څه ندي ویلي؛ خو له دې مخکې یې په مخوخه ییزو وژنو کې لاس لرل رد کړي دي.

په هېواد کې تاوتریخوالی، په ځانګړي توګه موخه ییزې وژني ډېرې شوي؛ خو د طالبانو په ګډون هیڅوک یې پړه پر غاړه نه اخلي.

Trending

Exit mobile version