تازه خبرونه
طالبان باید د ټاکنو له لارې په واک کې دخیل شي- اشرف غني
ولسمشر غني وایي، که طالبان سوله غواړي، باید جګړه پای ته ورسوي او په ټاکنو کې شریک شي.
د طالبانو او امریکایانو تر منځ له مخامخ خبرو داسې ښکاري، چې حکومت د مذاکراتو بېړنۍ پایلې ته خوشبین ندی.
ولسمشر غني د مونیخ د ناستې په څنډه کې له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، د سولې د بهیر لپاره اساسي پرمختګ یو کلن بهیر دی؛ طالبان باید جګړه پای ته ورسوي او د ټاکنو له لارې واک ته وردننه شي.
ولسمشر اشرف غني دا هم په ډاګه کړې؛ خبرې بسنه نکوي، عمل ته اړتیا ده. که طالبان په رښتیا صادق دي او غواړي، چې جګړه پای ته ورسيږي؛ رادې شي په ټاکنو کې دې ګډون وکړي.
دغه راز ښاغلی غني د امریکایي ځواکونو د احتمالي وتلو او لدې اړخه د احتمالي بې ثباتۍ په تړاو شته اندېښنې هم بې ځایه بولي.
ښاغلي غني زیاته کړې؛ د می او اپريل په میاشتو کې د ځواکونو د ویستو په تړاو مبالغه شوی، مونږ له امریکا سره رغنده خبرې درلودې او باوري یم، چې دوستي به مو په یوه نوې فضا کې روانه وي.
د ملي امنیت سلاکار ټینګار کړی، چې په افغانستان کې سوله راتلوونکې ده؛ ځکه امنیتي ځواکونه موخه لري او طالبان د جګړې لپاره موخه نلري.
د ملي امنیت سلاکار محب زیاته کړې، مونږ د خپلو ارزښتونو د ساتلو لپاره جګړه کوو.
د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب ویلي، چې زمونږ امنیتي ځواکونه د درې سوه دالر معاش لپاره نه جنګیږي؛ هغوی د یوې موخې لپاره جګړه کوي. افغان ځواکونه د یوې موخې لپاره جنګ کوي او دا د هېوادنیو ارزښتونو ساتنه ده، چې دوی د نړیوالې ټولنې په مرسته ترلاسه کړي دي. طالبانو د جګړې لپاره خپله موخه له لاسه ورکړې او نه پوهیږي، چې اوس د څه لپاره جنګیږي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ افغانستان اوږده لار وهلې؛ اوس یو بل هېواد دی، چې په زړه پورې دی او مونږ یې د یوې سوکاله راتلونکې پر لوري روان کړي یو.
د سولې روانو هڅو ته په نغوته کې ښاغلي محب ډاډ څرګند کړ، چې سوله به افغانستان ته راشي؛ خو اړوند اړخونه باید په دې بهیر کې ګډون وکړي.
افغان چارواکي ټینګار کوي، چې په تېرو پېنځه کلونو کې، افغان امنیتي ځواکونو ۴۵۰۰۰ سرتېري د ارزښتونو د ساتلو لپاره قربان کړي او هغه آزادي، ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي حاکمیت دی.
تازه خبرونه
په ننګرهار کې د ناکامورا کانال پروژه بشپړه شوه
په ننګرهار ولایت کې د یوه کانال د جوړولو کار، چې د جاپان د یوه مرستندویه کارکوونکي تیتسو ناکامورا له خوا پیل شوې وه ترسره او بشپړه شوه.
جاپانی الاصله افغان ډاکټر تیتسو ناکامورا، چې په افغان ټولنه کې کاکا مراد یاد شوی؛ هغه څېره ده، چې د افغانستان په ختیځ کې یې د اوبو د مدیریت او ځمکو خړبولو لپاره ډاډمنې هڅې کړي او نوم یې پر زرین خط لیکل شوی دی.
ډاکټر تیتسو ناکامورا په ننګرهار ولایت کې د شاړو ځمکو د خړوبولو، د څښاک د پاکو اوبو رسولو او د اوبو دزیرمه کولوو او کانالونو د جوړیدو په برخه کې کارونه کړي دي.
د جاپان د سولې طبي خدمتونو يا PMS اداري مسوولینو ويلي؛ د ناکامورا له مرګ وروسته ټولې نیمګړې پروژې بشپړې شوې؛ خو فعالیتونه يې اوس هم روان دي، چې تازه يې د دغه ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د بالاکوټ کانال ګټي اخستنې ته سپارلی دی.
نوموړي په ننګرهار کې هغه مهال درې روغتيايي کلينکونه جوړ کړل، چې اوسمهال يې شمېر ۱۰ کلينکونو ته رسېږي.
یاد ډاکټر تر مرګه پورې له ۱۶۰۰ زياتې د پاکو اوبو ژورې څاه ګانې کيندلي او د خلکو د بېوزليو، د ناروغیو د مخنيوي او اقلیمي بدلون د اغېزو د کمولو لپاره د چاپېريال د زرغونولو هڅې پیل کړې.
نوموړي په ۲۰۰۳ ز. کال کې د کونړ له سينده د ننګرهار کوز کونړ يا ښېوې ولسوالۍ ته د يوه ۲۵ کيلومټره کانال (چې وروسته مرواريد ونومول شو) کار پیل کړ، چې سلګونه زره جريبه ځمکه يې خړوبه او زرغونه کړه.
دغه راز وروسته بیا په دې ولسوالۍ کې د ناکامورا پر نوم يو تفریحې پارک او تحقیقاتي فارم جوړ شو، چې پر درې سوه اووه شپېته جریبه ځمکه يې مالټې، لیمو، خرما او نور زینتي نیالګي کېنول.
ناکامورا له لغمان څخه د رالګېدونکیو موسمې بادونو د مخنیوي لپاره څلورنیم کیلومټره شين کمربند جوړ کړ اووه سوه پنځوس زره نیالګي یې په کې کینول او سلګونه بې روزګاره وګړو ته یې د کار زمینه برابره کړه.
له ډاکټر تیتسو ناکامورا سره په دغه کارونو کې بوخت د وخت کارګر يې فعالیتونه ستايي او وایي، چې خپله يې له کارګرو سره وخت ناوخت کار ته اوږه ورکوله او هغوی ته يې د هېواد د ابادولو سپارښتنې کولي.
ناکامورا نه يوازي په کوز کونړ ولسوالۍ کې بلکي په کامه ولسوالۍ کې هم د شاړو ځمکو د آبادولو لپاره د کونړ له څپاند سیند څخه اوبه رابېلې کړې دي.
د کامې ولسوالۍ اوسیدونکي هم د ډاکټر ناکامورا کړنې ستايي او د PMS مرستندویه ادارې له مسولینو غواړي، چې د ناکامورا لار تقیب او د دغه ولایت پاتې شاړې دښتې، غرونه او رغونه هم زرغون کړي.
د ناکامورا کانال پېنځه کیلومټره اوږدوالی، دوه اتیا زره مټره مکعب اوبه زیرمه کوي.
ډاکټر ناکامورا ته د جمهوري نظام د ولسمشر له لورې تابعیت هم ورکړ شوی و.
ډاکټر تیتسو ناکامورا پر ۲۰۱۹ میلادي کال د جلالآباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د ناڅرګنده وسلهوالو له لورې هغه مهال پر ډزو ووژل شو، چې په خپل موټر کې له دفتره د کار سیمې ته روان و.
تراوسه د هغه د وژل کیدو علت او د قاتلینو هویت ندی څرګند شوی.
د یادونې ده، چې دغه چاپانۍ مرستندویه اداره اوس هم د اوبولو لګولو تر څنګ په روغتیایي، کرنیزو، مالدارۍ او يو شمېر نورو برخو کې هڅې ترسره کوي.
تازه خبرونه
په روزګان کې د ماین پاکۍ موسسې یو کارکوونکی د ماین چاودنې له کبله ووژل شو
د روزګان پولیسو ويلي، په دې ولایت کې د ماین پاکۍ موسسې یو کارکوونکی د ماین چاودنې له کبله وژل شوی دی.
د دې ولايت امنيه قومندانۍ وياند حضرت بلال روزګاني زیاته کړې، چې دا پېښه د سې شنبې پر ورځ سهار شاوخوا لس بجې د دې ولايت د مرکز ترينکوټ ښار د خرما په اړوند سيمه کې رامنځته شوې ده.
د روزګاني د څرګندونو له مخې، دا پېښه د ماین پاکۍ د عملیاتو پر مهال رامنځته شوې ده.
ویل کیږي، چې په دې پېښه کې يو بل کس ټپي شوى دى.
تازه خبرونه
د یوناما استازې د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل
د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د یوناما له مشرې سره په لیدنه کې د افغانستان ستونزې “پېچلې” وارزولې او د ” بېلابېلو او څو اړخیزو حل لارو” په اړه یې ټینګار څرګند کړ.
د ایران بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې، چې پرون (دوشنبه د غویی څلیریشتمه) خپره شوې؛ لیکلي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي استازې ميرمن روزا اوتنبایوا له ډاکټر امیر عبداللهیان سره کتلي او خبرې کړې دي.
په دې خبرپاڼه کې د ایران بهرنیو چارو د وزیر د څرګندونو له مخې لیکل شوي، چې: د افغانستان په کورنیو چارو کې د امریکا د هدفي لاسوهنو غځېدا به د دغه هېواد حالات نور هم پېچلي کړي.
نوموړي ویلي: د افغانستان ستونزې پېچلې دي؛ نو اړينه ده، چې پر څو اړخيزو حل لارو غور وشي.
دا غونډه د دوحې د درېیمې ناستې په څنډه کې جوړه شوې، چې د دوحې له لومړۍ او دوهیمې ناستې وروسته به د افغانستان پر وضعیت د ملګرو ملتونو پر کوربتوب جوړه شي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې رورا اتونبایوا د امیر حسین عبداللهیان سره د دوحې د درېیمې غونډې په اړه سلامشورې او د نظر تبادله وکړه.
میېرمن اتونبایوا د ایران د حکومت او خلکو له میلمه پالنې او د هغوی د وضعیت د ښه کېدو لپاره له ترسره شویو هڅو د مننې ترڅنګ په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه د نړیوالې ټولنې پر بېتفاوتۍ نیوکه وکړه.
په افغانستان کې د ملګرو ملتو استازې په افغانستان کې د حالاتو پېچلتیا او د پرمختګونو بهیر تائید کړ او د دغه هېواد د پرمختګ او ثبات لپاره د سیمهییزو فعالانو د بېلابېلو دریځونو پر همغږي کولو یې ټینګار وکړ.
اتونبایوا د ایران د سیمهییزو نوښتونو د اهمیت پر ارزولو د ګاونډیانو د غونډې په چوکاټ کې د ایران د سیاسی هڅو هرکلی وکړ.
دغه راز د افغانستان په چارو کې د ایران سفیر او د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي له میرمن اوتنبایوا سره په جلا کتنه کې د افغانستان او سیمې واقعیتونو ته د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې د پاملرنې غوښتنه کړې ده.
د دوحې د درېیمې غونډې د نېټې او د هغې د اجنډا په اړه څه ول شوي ندي؛ خو د ملګرو ملتونو لهخوا د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل، چې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره د دې ټولنې پرېکړه ده، اړینه برخه وي. په داسې حال کې، چې د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی امیرخان متقي د افغانستان لپاره د یوناما تر څنګ د بل استازي ټاکل د وخت اړتیا نه بولي.
-
تازه خبرونه3 days ago
الله ګل مجاهد د قتل پر تور ونیول شو
-
تازه خبرونه3 days ago
په بغلان کې سېلابونو ۱۹۴۵ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې
-
سوداگري3 days ago
افغانستان او پاکستان د بار وړونکیو موټرو پر نوي ټرانسپورټي میکانیزم هوکړه وکړه
-
تازه خبرونه2 days ago
د اسلامي هېوادونو همکاریو ټولنې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د مرستې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days ago
څو ایراني شرکتونو د افغانستان په کانونو کې د پانګونې پرېکړه وکړه – قدیر قیافه
-
تازه خبرونه24 hours ago
د یوناما استازې د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل
-
لوبی21 hours ago
د کابل کرکټ غوره لیګ لوبغاړو د داوطلبۍ مراسم ترسره شول
-
تازه خبرونه1 day ago
ملګرو ملتونو د دې ټولنې په عمومي ناسته کې د افغانستان د رایې حق وځنډاوه