تازه خبرونه
طالبانو د طالب زندانیانو تبادله ځنډولې- جان بس
په افغانستان کې د امریکا سفیر ویلي، چې په کابل او لوګر کې د طالبانو د وروستیو بریدونو ( د لړم ۲۱ او ۲۲) له کبله د طالب زندانیانو او د افغان امریکایي پوهنتون د استادانو تبادله وځنډول شوه.
د افغان امریکايي پوهنتون د دوه استادانو د خوشې کولو په مقابل کې د انس حقاني، حافظ عبدالرشید او مالي خان د تبادلې د ځنډیدو په اړه ډول ډول راپورونه ورکړ شوي.
په کابل کې د امریکا سفیر هم ویلي، چې له افغان حکومت سره د انس حقاني، حافظ عبدالرشید او مالي خان پر خوشې کولو خبرې کوي؛ خو په وینايي د شرایطو ارزولو ته جدي اړتیا ده.
په کابل کې د امریکا سفیر جان بس وایي، چې د سولې لپاره سختو پرېکړو ته اړتیا ده او جدي اړتیا ده، چې موجود شرایط و ارزول شي. امریکا د افغانستان د ستراتژیک همکار په توګه د سولې په بل پړاو کې له افغان دولت سره له نږدې همکاري کوي.
یو شمېر سیاسي فعالانو، چې په قطر کې یې د ملا عبدالغني برادر په ګډون له طالب استازیو سره خبرې کړې؛ د طالبانو له قوله وايي، چې امریکایانو د انس حقاني او دوه نورو طالب چارواکو د خوشې کولو پر مهال له طالبانو غوښتي وه، چې اوربند وکړي او له افغان دولت سره خبرې پیل کړې، چې طالبانو دغه غوښتنه رد کړې ده.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې وه، چې یوه الوتکه طالب بندیان د بګرام له زندانه قطر ته ولیږدوي؛ خو امریکایانو په وروستۍ شېبه کې د اوربند او له افغان حکومت سره د خبرو شرط وړاندې کړ.
سیاسي هڅاند نظر محمد مطمئن د طالبانو له قوله وايي، چې د بګرام له زندان څخه قطر ته د انس حقاني، حافظ عبدالرشید او مالي خان د لیږدولو پر مهال امریکا له طالبانو د اوربند او له افغان دولت سره د مخامخ خبرو غوښتنه وکړه، چې طالبانو ونه منله او تبادله وځنډول شوه.
سیاسي هڅاند شفع اعظم د قطر له دفتر څخه یو یادښت هم تر لاسه کړی، چې په کې ویل شوي؛ طالبان به له امریکا سره له صفر څخه بیا خبرې نه پیلوي او چمتو شوی هوکړه لیک به لاسلیکوي. په دغه یادښت کې راغلي، چې د افغانستان د راتلونکي نظام په اړه به د بهرنیو له مداخلې پرته له افغانانو سره خبرې کوي.
ولسمشر غني د تېرې سې شنبې پر ورځ( د لړم ۱۲) د انس حقاني او دوه نورو طالب چارواکو د خوشې کولو امر وکړ، چې په بدل کې به یې د افغان امریکايي پوهنتون دوه ښوونکي پريښودل کیږي او طالبان به اوربند کوي او له افغان دولت سره به د سولې خبرې پیلوي، چې طالبان نه اوربند ته چمتو دي او نه هم له افغان دولت سره مخامخ خبرو ته.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی5 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
لوبی1 day ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ