تازه خبرونه

طالبان دې د افغان ځواکونو د ماتولو فکر له سره وباسي- ولسمشر غني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان ولسمشر د هېواد  په سویلي  ولایت کندهار کې د بلک هاک جنګي الوتکو د سپارلو په مراسمو کې وویل، که طالبان د افغان ځواکونو د ماتولو فکر کوي؛ نو دا فکر دې له سره وباسي او که سولې ته تیار نه شي له منځه به یوړل شي.

نوموړي وویل، افغان ځواکونو تېر درې کلونه د نیمګړیو تجهیزاتو په لرلو بریالي او له پرمختګونو ډک تېر کړل.

ولسمشر غني دا هم په ډاګه کړې، چې له دې وروسته هیڅوک امنیتي ځواکونه نامشروع کارولی نشي او ډېرې لیرې پوستې به یې هوایي ملاتړ ولري.

ولسمشر غني افغان ځواکونو ته په ډاګه کړه، چې د چورلکو لرلو غوښتنه مو بشپړه شوه او ما په دې اړه خپله ژمنه پوره کړه. طالبان یوازې د سولې له لارې کولی شي افغانستان ته راشي، نه په زور او جګړې.

په دغو مراسمو کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال جان نیکلسون د جګړې په ډګر کې طالبان ناکام وګڼل او دا ګواښ یې هم وکړ؛ که وسله پر ځمکه نږدي؛ نو مات او له منځه به یوړل شي.

جنرال جان نیکلسون افغان ځواکونه بریالي او مجهز وګڼل او وایي؛ هغه کسان، چې له افغانستان څخه بهر له طالبانو ملاتړ کوي باید پوه شي، چې هغوی له یو ناکامې موخې ملاتړ کوي.

جنرال نیکلسون افغان ځواکونه ډاډه کړل، چې تر بشپړ بري به د دښمن په وړاندې ورسره څنګ په څنګ دریږي او وایي، چې مونږ نه یوازې د طالبانو، القاعده او نورو ډلو سره جنګیږو، بلکې له دغه ځایه د بشریت دفاع هم کوو.

 د امریکا د ژمنې له مخې به تر ۲۰۲۳ زېږدیز کاله ۱۵۹ بلک هاک چورلکې افغان هوایي ځواک ته ورکړ شي او افغان ځواکونه هم له تجهیز پرته روان جنګ ستونزمن او ناشونی بولي.  

خبریال: فواد ناصري

Trending

Exit mobile version