بلخ @ps

طالبانو په جوزجان کې نیول شوي پولیس خوشې کړل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په جوزجان کې چارواکي وايي؛ طالبانو هغه درې نیول شوي پولیس خوشې کړي، چې څو اوونۍ وړاندې یې د شبرغان او مزار د لویې لار اقچې ولسوالۍ  له پوستې نيولي وه.

طالبانو دوه اوونۍ وړاندې د اقچې ولسوالۍ د چکش په کلي کې  د پولیسو پر پوسته برید وکړ، چې ۴ پولیس یې له وسلو او تجهیزاتو سره ونیول.

د جوزجان والي لطف الله عزيزي وايي، طالبانو څه موده مخکې د اقچې ولسوالۍ له چکش کلي څخه د يوه نفوذي عسکر په مرسته څلور پوليس تښتولي وه، چې درې کسه یې د قومي مشرانو په منځګړيتوب راخوشي شوي او يو د دولت پرضد وسله اخيستې او له طالبانو سره يو ځای شوی دی.

خوشې شویو پولیسو تر دې دمه آریانا نیوز ته په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد په ډاګه کړې، چې، په سيمه کې له خوشې شويو عسکرو قوي ضمانتونه اخيستل شوي، چې بيا به د دولت ليکو ته نه ورځي او يو يې ضمانت نه درلود، چې اوس هم  په بند کې دی.

د روان ۱۳۹۶ کال د ليندۍ پر پېنځمه نېټه د جوزجان امنيه قومندان فقير محمد جوزجاني ويلي وه، چې د يادې سيمې څلور پوليس له ټولو مهماتو او وسلو سره طالبانو ته تسليم شوي دي.

خبریاله:  فریده امیني

Trending

Exit mobile version