تازه خبرونه
طالبانو ته د سولې وړاندیز د تسلیمۍ معنا نلري- امریکا
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له وسلوالو طالبانو غوښتي، چې د ولسمشر غني د سولې پر وړاندیز سم غور وکړي؛ ځکه، چې د سولې وړاندیز یې د تسلیمۍ معنا نلري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ولز په ډاګه کړې، چې طالبانو د افغان دولت د سولې له تازه وړاندیزه د تسلیمۍ معنا اخیستې؛ خو د ولسمشر خبرې د طالبانو د تسلیمي په معنا ندي او طالبانو ناسمه ادعا کړې ده.
هغه زیاتوي؛ ولسمشر غني د طالبانو د تسلیمۍ غوښتنه نه ده کړې. ولسمشر غني یوه باعزته سوله د سیاسي وړاندیز په اډانه کې وړاندې کړې او اوس د طالبانو پرېکړې ته په تمه(طمع) دی.
که څه هم په تېره یوه اوونۍ کې د سولې عالي شورا له طالبانو ځواب نه دی تر لاسه کړی؛ خو له هغو غواړي، چې د سولې دې وړاندیز ته غاړه کیدي.
د سولې عالي شورا مرستیال عزیز الله دین محمد وایي، ملي او نړیوال ذهنیتونه چمتو شوي، چې جنګ نور د ستونزو د حل لار نده. مونږ ګډې ناستې ته هیله من یو او ستونزې به هم د خبرو له لارې حلوو.
ځینې سیاستوال په دې باور دي، چې د کابل ناستې د سولې بهیر څارلی او دولت یې مسوولیت لري.
د افغانستان د نوې ملي جبهې مرستیال صدیق پتمن څرګنده کړې، چې سوله له جنګ سره توپیر لري؛ کله مو، چې د سولې غږ پورته کړ باید ترې بشپړ ملاتړ هم وشي. دا د طالبانو لپاره ښه پیغام دی، چې له هر ځایه یې پیلوي باید پیل یې کړي او د سولې په اړه وخت له لاسه ورنکړي.
ځینې خلک بیا په دې باوردي، چې د سولې دغه وړاندیز یوه سیاسي پروژه ده.
سیاسي فعال داوود ناجي وایي؛ د دې پر ځای، چې د کابل پروسه د سولې لپاره یو منظم کمپاین وي، ملي وحدت حکومت په ځانګړي بڼه ارګ ترې د سیاسي کمپاین په توګه کار اخلي.
د افغانستنان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف ویلي؛ هېواد یې تیار دی، چې له افغان حکومت او امریکا سره د معتدلو طالبانو په خبرو اترو کې منځګړیتوب وکړي.
خبریال: علی اصغري